د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په خیبر کې جلسه کوي 


پخوانی تصویر: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د خپلو پلويانو په منځ کې. دا تصوير د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کې په ډيره اسماعيل خان کې اخیستل شوی
پخوانی تصویر: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د خپلو پلويانو په منځ کې. دا تصوير د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کې په ډيره اسماعيل خان کې اخیستل شوی

د مشال راډيو د خبريال ترمخه، د باړې په "جازونو ګراونډ" کې دې جلسې ته له بېلابېلو کلیو خلک ورروان دي خو ځای ځای ورته لارې بندې کړل شوې دي.

ځايي چارواکو د دې لارو د بندولو دليل نه دی روښانه کړی خو په تېرو وختونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسو پر وخت داسې شوي وو.

د غورځنګ مشر منظور پښتین، د صوبایی اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر او نورو پلويانو یې پرون په باړه، لواړګي او تورخم کې خلکو ته په جلسه کې د ګډون بلنه ورکړه.

دوی د غونډو ته په ویناوو کې د علي وزير او نورو غړو د خوشي کولو غوښتنې وکړې.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې مخکې هم د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو او قبايلي علاقو کې احتجاجي لاريونونه کړي ول.

علي وزير د دیسمبر پر ۱۶مه په پيښور کې پوليسو ونيو. هغه مهال پوليسو ويلي وو چې هغه یې د سيند پوليسو په غوښتنه ځکه نیولی چې پر نوموړي د دیسمبر پر اوومه په کراچۍ کې پرچه دایره شوې وه چې پکې پر وزیر د ښار په سهراب ګوټ کې په جلسه کې د ریاست او پوځ پر ضد د وینا تور پورې شوی دی خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه ردوي.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د دیسمبر پر ۱۹مه علي وزير د ۱۲ ورځو لپاره په عدالتي ریمانډ پولیسو ته حواله کړو.

علي‌ وزیر له یو روغتون څخه په پټه خپلې مېرمنې ته په ټلیفون کې ویلي وو چې د ده ژوند ته خطر دی.

د علي وزیر مېرمن، سایره علي وزیر مشال راډيو ته ويلي وو چې مېړه یې ويل چې کيدای شي چارواکي ووايي چې نوموړی د زړه ودرېدو له امله مړ شو خو د سند چارواکو دا رد کړې وه.

د کراچۍ پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې علي وزیر روغ دی او دوی یې د نورو قیديانو په شان ساتي.

XS
SM
MD
LG