د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې رشوت اخېستنه د کمېدو پرځای زیاته شوې: عادل جېلاني


نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر نهمه د اداري فساد ضد نړیوالې ورځې په مناسبت مشال ریډيو ته وکړه.

په پاکستان کې د شفافیت نړیوالې ادارې (ټرانسپیرنسي انټرنېشنل) مشر عادل جېلاني وايي په هغه هېواد کې په تېرو کلونو کې رشوت د کمېدو پرځای زیات شوی.

نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر نهمه د اداري فساد ضد نړیوالې ورځې په مناسبت مشال ریډيو ته وکړه.

جېلاني په پاکستان کې د مختلفو حکومتونو د سیاسي ژمنتیا د کمي په اړه نهیلي وښوده او د شفافیت نړیوالې ادارې د کلني فهرست په اړه یې وویل:

((دا وخت پاکستان په سلو کې دوه دېرش نمبرې لري چې ناکامي یې ښي. د رشوت مخنیوي له پلوه اوس څه ښه والی ضرور راغلی دی ځکه چې په ۱۹۹۶ ز کې پاکستان په نړۍ کې د اداري فساد له پلوه دویم هېواد وو او په ۱۰۰ کې یې ۱۰ نمبرې وې. د رشوت له پلوه نن پاکستان د نړۍ ۱۲۰م هېواد دې خو په دې ملک کې د کرپشن ضد کوششونو ښه نتیجې نه دي ورکړې. هر حکومت د کرپشن خلاف له نعرې سره راځي خو بیا خپله د اداري فساد نوې لارې ایجادوي. د هغو طریقو له وجې درغلۍ زیاتېږي. نورې وجې یې دا دي چې په پاکستان کې د مفاداتو تصادم زیات دی، د قانون بالادستي نشته او عدلیه هم پاتې راغلې.))

د شفافیت نړیواله اداره هر کال د اداري فساد په اړه د هېوادونو یو فهرست جاري کوي چې د کارپوهانو د څېړنو او د بیلابیلو کاروبارونو مشرانو د نظرپوښتنې پر اساس جوړېږي. د ټرانسپیرنسي انټرنېشنل د ۲۰۱۹م کال دغه فهرست یا کرپشن پرسیپشن انډیکس له پلوه پاکستان په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۲۰ م نمبر وو او په ۱۰۰ کې یې ۳۲ نمبرې وې. یو هېواد چې څومره کمې نمبرې لري نو پکې د درغلۍ زیاتوالي فکر کېږي.

د واکمن ګوند تحریک انصاف غړی سینیټر ذیشان خانزاده په تېرو حکومتونو د درغلیو تور پورې کولو سره مشال رېډيو ته وویل چې ګوند به یې د کرپشن د ختمولو ژمنې پوره کوي چې پیل یې د سیاسي ګوندونو مشرانو له احتساب سره کړی دی.

(( ۱۰ یا ۱۱ یولس ګوندونه را یوځای شوي دي، د پي ډي ایم نوم یې ورته ورکړې او د حکومت خلاف یو تحریک چلوي. هغوی څو څو وارې حکومتونه کړي او یوه موقع ورسره وه چې د رشوت خلاف ادارې او پروګرامونه جوړ کړي. خو هغوی نه دي کړي. زموږ د ګوند مشر عمران خان له شروع څخه نعره ده چې په پاکستان کې به کرپشن ختموي. موږ باید په چټکۍ سره کار کړی وی خو هغه ځکه نه کېږي چې د هېواد ادارې دوی بالکل تباه کړي دي، که هغه پي ای اې ده او که سټیل ملز، ټولې ادارې په خساره کې دي. دا اول ځل دې چې د ملک یو پخواني وزیراعظم باندې د احتساب ادارې لاندې کېس جوړ دې او له بره نه دغه عمل پیل شوی دی.))

خو د پاکستان مخالف ګوندونه پر ځان د درغلیو تورونه ردوي او تور پورې کوي چې د احتساب ادارې د حکومت په لارښوونه د اپوزیشن ګوندونو مشرانو خلاف پر انتقامي کاروايانو لاس پورې کړی دی. خو نیب او حکومت وايي چې د احتساب قامي اداره په خپلو کارونو کې خپلواکه ده.

د مسلم لیګ نون سیاستوال او یو ویاند صدیق الفاروق مشال رېډیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې د دوی له وجې د هیواد ادارې تباه دي. نوموړي پر حکومت د نا اهلۍ تور پورې کړ او وې ویل چې تحريک انصاف ګوند په تېرو دوه نيمو کلونو کې د درغليو خلاف څه هم نه دي کړي.

(( ټول خلک او رسنۍ دا خبره کوي چې په غنمو او چيني کې یې د ۴۰۰ اربه روپو درغلۍ کړي دي. هغوی (تحريک انصاف حکومت) په ګيسو کې قوم ته د ۱۷۵ اربه روپو نقصان رسولی دی. هغوی يوازې په دوايانو کې قوم ته د ۲۰۰ اربه روپيو زيات زيان رسولی. دا درغلي ده. د هغوی خلاف ملم جبه، د پېښور چټک بس (بي ار ټي) ، بیلين ټري څونامي کېسونه دي. د واکمن ګوند خلاف له اووه کالو راهيسې د بهرنیو فنډونو کېس روان دې. هغوی په دې مقدمه کې عدالت ته هم نه وړاندې کېږي. نو درغلي چا کړې ده او څوک عدالت ته نه ورځي.))

د مسلم لیګ نون ګوند رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شریف ته د احتساب عدالت په ۲۰۱۸ز کال کې د درغليوو په يوه مقدمه کې د اوه کاله بند سزا واوروله. عدالت هغه په همدغه کال په دې تور چې (( صادق او امين)) نه دی، د ټول عمر لپاره له عملي سياست او سرکاري عهدې ساتلو منع کړ. نوموړی د لاهور په کوټ لکپت جېل کې و خو د تېر کال په ډیسېمبر کې د صحت خرابېدو له امله د علاج لپاره لندن ته ولاړ. دغه راز د ګوند په یو شمېر نورو مشرانو چې پکې په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر شهباز شریف هم شامل دی، د درغلیو په سر مقدمې جوړې دي. خو نواز شریف د نومبر پر ۱۳مه نېټه په سوات کې د خپل ګوند مسلم لیګ ن یوې جلسې ته په وینا کې ویلي چې د ده خلاف د درغلۍ مقدمې د پوځ مشر په فشار جوړې شوې دي. او د هغه په سازش له وزیر اعظمۍ لیرې کړل شوی دی.

د شفافیت نړیوالې ادارې عادل جیلاني زیاتوي د رشوت د خاتمې لپاره په پاکستان کې د قوانینو لاندې جوړ پوره نظام موجود دې. خو دا به په هغه صورت کې ګټه ور رسوي چې هغه نظام په ریښتیا او اصلي مانا کې عملي شي.

XS
SM
MD
LG