د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټ: د پخواني‌ جنرال عاصم باجوا کورنۍ په اربونو روپۍ کاروبارونه لري


عاصم سلیم باجوا د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر هم پاته شوی دی.
عاصم سلیم باجوا د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر هم پاته شوی دی.

اسلام اباد - پاکستاني خبريال احمد نوراني په فيکټ فوکس نومى ويب پاڼه کې خپور شوي رپورټ کى دعوه کړې ده چې د وزير اعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاکار او د پاکستان چين اقتصادي پروژې "سي پېک اتهارټۍ" مشر پخواني‌ جرنل عاصم سليم باجوه خاندان د امريکا په ګډون په يو شمېر نورو هيوادونو کې د اربونو روپیو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

په اسلام اباد کې د وي او ای ډیوه خبریال پيرولایت شاه د احمد نورانی د رپورټ له قوله په خپل رپورټ کې وايي په ۲۰۰۲ز کال کې چې عاصم باجوه د کرنېل په حېثيت د پخواني پوځي جرنېل مشرف په عمله کې شامل و نو دغه وخت و چې د هغه ورورو د پاپا جونز پېزا رېسټورېنټ د لارې خپل خانداني کاروبار پېل کړ.

د پاکستاني خبریال احمد نوراني دې لیکنې ترمخه پوځ کې د عهدې په لحاظ مخکې تلو سره سره د عاصم باجوه کاروبار هم ورځ تر ورځه وده کوله او دا وخت باجوه خاندان په څلورو هېوادونو کې د یو کم سل کمپنیو سره د ۱۳ تجارتي یا کمرشل جایدادونو او د ۱۳۰ نه زیاتو رېسټورانټونو مالک دی.

د خبریال احمد نوراني ترمخه د عاصم باجوه ښځه فرح زېبا د خپل خاوند وروڼو ملکیتي باجکو نومې کاروباري ګروپ کې د برابر حصه لري او په کال ۲۰۱۵ د عاصم باجوه دوه زامنو په هغه وخت کې په امریکا کې کاروباري کمپنیانې پرانېستې وې کله چې د دوی پلار د پاکستان پوځ‌ د عامو اړیکو څانګې مشر و.

لیکنه زیاتوي چې باجوه خاندان درې هېوادونو کې د ۸۲ کمپنیانو له لارې د ۴۰ میلیونه ډالرو زیاته سرمایه کاري کړې ده.

خبریال احمد نوراني دا دعوه هم کړې چې امریکا کې د رسمي سندونو د لارې عاصم باجوه د ښځې امریکا کې د ۱۳ کمرشل یا تجارتي عمارتونو ملکیت پخلی کېږي.

څرګنده دې وي چې جنرل ریټایرډ عاصم سلیم باجوه د پوځ د عامو اړیکو څانګې مشر پاتې کېدو وروسته د بلوچستان کور کمانډر په څوکۍ باندې هم پاتې شوی و.

نن سبا هغه د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سرحکار او د پاکستان چین اقتصادي پروژې لپاره جوړ اتارټۍ مشر دی.

په وروستیو کې وزیراعظم د سلاکار په حېث عام باجوه خپل اساسو فارم کې لیکلي وو چې د هغه ښځه بهرني هېواد کې څه جایداد نه لري.

فرحت الله بابر د خبریال احمد نوراني دغه رپورټ کې عاصم باجوه د کاروبار په سر راپورته شوي سوالونه ډېر سنګینه بلي.

له ډیوه ریډیو سره په خبرو کې فرحت الله بابر د پاکستان حکومت او پوځ نه د رپورټ د پلټنو د غوښتنې دغه عمل سر ته د رسېدو پورې د عاصم باجوه د څوکۍ نه لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.

فرحت الله بابر وویل د رپورټ په اړه د عاصم باجوه او د حکومت خاموشي به شکوک او شبهات نور هم زیات کړي.

هغه وویل غواړي ترڅو د دغه معاملې تحقیقات کېږي تر هغې دې عاصم باجوه په خپله د خپلې عهدې نه ځان خپله لرې کړي.

جنرل ریټایرډ عاصم سلیم باجوه فېټ فوکس رپورټ رد کړی دی او دایې د هغه او د کورنۍ خلاف ناوړه پروپګېنډه ګرځولې ده.

عاصم باجوه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د نامعلومه وېب پاڼې له لارې په هغه او خاندان لګول شوي الزامونه په کلکه ردوي.

خبریال احمد نوراني ترمخه د دغه رپورټ د خپرېدو وروسته د کاروباري کمپنیانو د څار حکومتي ادارې په وېب پاڼه باندې د مخکې نه درج د عاصم باجوه زامنو ملکیت کمپنیانو تفصیلات لرې کړی شوي دي.

د بشري حقونو کارمنده رابعه محمود ټویټ کړی چې د احمد نوراني د رپورټ خپرېدو وروسته د هڅو باوجود فېکټ فوکس وېب پاڼې ته رسايي نه کېږي.

دفاعي څیړونکي ډاکتر عایشه صدیقه په یو ټویټ کې د عاصم باجوه غبرګون ته په اشاره لیکلي چې په یو ساده ټویټ دا معامله نه خلاصیږي.

نوموړې هغه ته لیکلي چې غوره به دا وي چې ته په خپله دفاع کې مستند ثبوتونه وړاندې کړې.

رپورټ: ډیوه راډیو

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG