د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماین چاودنې هره ورځ په افغانستان کې پنځه ماشومان وژني یا معذروي یې


هېلمند کې د چاودنې یو ماشوم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
هېلمند کې د چاودنې یو ماشوم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د ماشومانو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره (سېو د چلډرن) وايي، په افغانستان کې له تېرو څوارلسو کالو راهیسې هره ورځ پنځه ماشومان وژل کېږي او یا معیوبېږي.

سېو د چلډرن د نومبر پر ۲۳مه په خپل نوي رپورټ کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۵ز او ۲۰۱۹ز کلونو تر منځ تر ۲۶۰۰۰ زیات ماشومان په جګړو کې وژل شوي او یا زخمیان شوي دي.

ادارې دا رپورټ په داسې حال کې خپور کړې چې په جنیوا کې د افغانستان لپاره د بسپنه ورکونکو هېوادونو کانفرنس روان دی. دغه اداره پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره خپلې مرستې بېلې کړي.

په دغه رپورټ کې که یوې خوا ته په افغانستان کې د ماشومانو حالت په ګوته شوی دی نو بلخوا کارپوهان وايي د پولې هغه غاړې د پاکستان په قبایلي سیمو کې هم جګړې ګڼ ماشومان ځپلي.

دوی وايي د وسله والو خلاف پوځي عملیاتو، په ډرون بریدونو او بمي چاودنو کې د نورو ترڅنګ ګڼ ماشومان وژل شوي، زخمیان شوي او یا معذوره شوي دي.

کارپوهان او د سیمې اوسېدونکي وايي اوس هم په قبایلي سیمو کې د مځکې لاندې ښخ شوي ماینونه د ماشومانو ژوند او امنیت ته لوې ګواښ ورپېښوي.

په قبایلي سیمو کې خبریال صفدر داوړ وايي هلته تر اوسه داسې سروې نه ده شوې چې دغو ماینونو د څومره ماشومانو ژوند اخیستی خو د هغه په خبره دا شمېر ښايي لوړ وي.

''څه د روس د جګړې د وخت او څه د وسله والو ضد د پوځي عملیاتو د وخت ماینونه پاتې دي، په دغه کې زیاتره ماشومان متاثره کېږي. د مځکې لاندې ښخ ماین چاودنو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر ځکه زیات دې چې هلته د تعلیم کمی دی او ماشومان زیاتره د کور کارونه کوي، څاروي غرونو ته بوځي، له غرونو نه لرګي راوړي، په وښو راوړلو او نورو داسې کارونو کې بوخت وي. زه به درته ووایم چې د وزیرستان په هره کوڅه یا کلي کې د معذورانو شمېر زیات شوی دی.''

جنوبي وزیرستان کې ماینونه اوس هم خلک وژني
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د قبایلي سیمو اوسيدونکې له ډيرې مودې راهيسي له حکومته غوښتنه کوي چې د ځمکې لاندې بمونو شنډولو لپاره اقدامات وکړي. دوی وايي په مځکه کې د ښخ ماین چاودنو زیاتره پېښې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې شوي دي.

په پاکستان کې د سسټینیبل پيس اینډ ډیولپمنټ ارګنایرشن (پایداره امن او پرمختیا سازمان) په نوم د یوې غیرسرکاري ادارې مشر رضا شاه خان د نومبر پر ۲۵مه مشال ریډيو ته وویل، د جنګ په حالاتو کې زیاتره ماشومان متاثره کېږي او پکې معذور شوي ماشومان ځانګړې پاملرنې ته ضرورت لري. د نوموړي په خبره د عادي انسانو په شان په معاشره کې د دغو ماشومانو بیا ورګډولو لپاره ډېر کار ته ضرورت دی.

''په جنګ کې تر ټولو زیات ماشومان متاثره کېږي. یو خو د هغوی جسماني زیان دی. داسې واقعات شوي دي چې ماشومان سکول ته روان وو او په مځکه کې ښخ ماین باندې یې پښه اېښې ده. داسې بلها پېښې هم رپورټ شوي چې ماشومانو هغه باروت راپورته کړې وي چې نه وي چاودېدلې. بیا وروسته پښې لاسونه ورته لګول او تعلیم، په هغې کې ډېرې مسلې دي. چې د ماشوم لاس یا پښه ضایع شي نو بیا له عمر سره سره د هغه اعضا غټیږي او چې مصنوعي ورته لګوې نو هغه ډېر ګران پرېوځي. ګرانه خبره پکې دا وي چې لاس او پښې ورته نه لګي، هغوی تعلیم پرېږدي، په ټولنه کې یې مرسته نه کېږي او نفسیاتي مسلې هم لري.))

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی ارشد محمود وايي پکار ده د دغو ماینونو د لېرې کولو بندوبست وشي او په اړه یې په ولس کې پوهاوې پیدا کړل شي.

''دا ډېره ضروري ده چې په کوم ځاې کې هم لینډ ماینونه وي هغه صفا کړل شي. ماشومانو ته په دې اړه اګاهي هم ورکول پکار دي، که هغوی ځان په څه طریقه بچ کولای شي. ځکه چې دغه ماینونه په پټیو یا داسې ځایونو کې ښخ دي. ماشومانو ته اکثره داسې څيزونه ملاو شي چې د لوبو د سامان په شکل کې وي. نو د دغه د مخنیوي لپاره پکار ده چې کار وشي او ماشومان بچ کړل شي.''

په وزیرستان کې په مځکه کې د ښخو ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ په مطالبو کې یوه ده. دا غورځنګ په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی او له هغه وخته راهیسې د نورو غوښتنو ترڅنګ په قبایلي سیمو کې د ښخو ماینونو د پاکولو مطالبه هم کوي. دا ماینونه زیاتره د وسله والو طالبانو یا د هغوی پرضد د پوځي عملیاتو په وخت ښخ کړل شوي وو. خو کارپوهان وايي په قبایلي سیمو کې خلک د شخصي دښمنیو لپاره هم دغه ماینونه استعمالوي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په مطالبه یې په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د ماین پاکۍ کار پیل کړی دی او ډېرې سیمې یې خوندي ګرځولي دي.

له یوې اندازې سره سم په جنوبي وزیرستان کې په ماين چادونو کې تر اوسه ۱۲۵ کسان مړه يا معذوره شوي چې زیاتره یې ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG