د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې دوې ښځې ټپیانې کړي


د جنوبي وزیرستان نقشه.
د جنوبي وزیرستان نقشه.

د جنوبي وزیرستان تیارزه سیمه کې په ځمکه کې د ښخ ماین په چاودنه کې دوې ښځې ټپیانې شوې دي.

د سیمې پولیسو مشر شوکت علي مشال رادیو ته وویل چې دا پېښه د سېپټېمبر پر نهمه د تیارزې په میزره کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په سرکاري روغتون کې یې درملنه روانه ده.

بلخوا د جنوبي وزیرستان مرستیال ډپټي کمشنر فریدالله مشال راډیو ته ویلي، له ځپلو شویو سره به مالي مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې پوځ د ماینونو پاکولو کار پیل کړي او ژر به دا ستونزه هواره شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ عالم زیب مسید وایي چې په سیمه کې د ماین چاودنې روانې دي چې تراوسه یې ګڼ ماشومان او ښځې وژلي او ټپي کړي دي.

نوموړی وايي، خلک څنګه باور وکړي چې د ماینونو د پاکولولو لړۍ سمه روانه ده؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG