د لاسرسي ځای

تازه خبر

سره روغه کې بمي چاودنې دوه ماشومان ژوبل کړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په جنوبي وزیرستان کې په یوه بمي چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې دا پیښه د اګست د ۳۱مې په سهار د سرې روغې تحصیل په پاندي خیل کلي کې رامنځ ته شوی ده.

ژوبل شوي ماشومان ذیشان او عبدالوهاب نومېږي چې د دواړو عمرونه له لسو کالو کم دي. دوي درملنې لپاره د ډیره اسماعیل خان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې یاده سیمه یې له ماینونو پاکه کړې بیا هم وخت په وخت دا ډول بمي چاودنې ترسره کېږي چې پکې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او یا هم هغوی معذوره کېږي.

ځايي مشران غوښتنه کوي چې یاده سیمه دې د ماینونو څخه پاکه کړل شي. بل خوا چارواکي وايي چې په دغه اړه يي هلې ځلې پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG