د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: بمي چاودنه کې څلور ماشومان ژوبل شوي


جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو چاودنې کېږي
جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو چاودنې کېږي

د جنوبي وزیرستان د واڼې په خړپل سیمه کې د یو خای پر ځای شوي ماین د چاودنې له له کبله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

د سیمې ایډیشنل ډپټي کمېشنر فهیدالله د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې ټپي شوې درې وړې نجونې او یو وړکی هلک دی چې عمرونه یې د پنځو او ۱۲ کالو په منځ کې دي.

د یوې ماشومې حالت پکې نازک ښودل شوی چې په روغتون کې یې علاج روان دې.

فهیدالله زیاته کړه، د سیمې مرستیال کمېشنر د پېښې په ځای کې له کورنیو سره د سرکاري مرستو ژمنه کړېده.

په وزیرستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د ماین چاودنو پېښو کې ماشومان وژل شوي او یا هم معذوره شوي دي.

په وزیرستان کې په مځکه کې د ښخو ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ په مطالبو کې یوه ده.

دا تنظیم په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی او له هغه وخت راهیسې د نورو غوښتنو ترڅنګ په قبایلي سیمو کې د ښخو ماینونو د صفا کولو مطالبه هم کوي.

دا ماینونه زیاتره د وسله والو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو په وخت ښخ کړل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په جنوبي وزيرستان کې د اپرېل پر پنځمه هم په مځکه کې ښخ کړل شوي بم چاودنې څلور ماشومان ژوبل کړي ول.

د يادونې وړ ده چې په جنوبي وزيرستان کې په ماين چادونو کې تر اوسه ۱۲۵ کسان مړه يا معذوره شوي دي. په دي کې زیاتره ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG