د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې بیا یو ځوان سخت ټپي کړی


فایل تصویر
یو ماین هیسته کول کېږي
فایل تصویر یو ماین هیسته کول کېږي

د جنوبی وزيرستان په بدر سيمه کې د اتوار/یکشنبې په ورځ يو شپاړس کلن هلک په يوه ماين چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.

د نهم ټولګي دغه زده کوونکی سجاد د ډېره اسماعيل خان په لوی روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د پېښور پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ده تره مشال راډيو ته وويل، چې د شپږو یا اوو کلونو یوه ماشوم (وړوکي) ماین په لاس کې وو او زما وراره سجاد ځینې اخیستی وو چې و نه یې چوي، خو د ده په خپل لاس کې وچادېدلو. دی وايي، وګورئ چې د بچیانو مو دا حال دئ، سجاد په خپل سکول کې لومړی نومره وو او د یوه کال لپاره یې فیس هم ور ته بخښلی وو. دا دی اوس معذور شو، یو لاس یې ځینې پرې کړې، بل لاس یې هم سخت ژوبل دی، سترګې یې هم سختې پرهرژلې دي. دغسې بمونه د وزیرستان په هره سیمه کې دي، او دا ونو کې ماینونه پټ دي. پوځ بیا بیا د ماينونو پاکولو دعوې کوي، یو ماین هم نه دی پاک کړل شوی.

د یادونې ده چې د ماینونو پاکولو له دعوو سره سره د وزيرستان په يوشمېر سيمو کې لا هم وخت په وخت ماينونه چوي.

د منظور پښتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو غوښتنو کې یوه لویه هغه د ماینونو پاکول هم دي چې په سیمه کې یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. که څه هم پاکستانیو حکومتي چارواکیو بیا بیا ویلي چې سیمه یې له ماینونو پاکه کړې خو د چادونو پېښې لاهم رامنځ ته کېږي.

نور ولولئ

جنوبي وزیرستان کې د ماینونو پاکول پیل شوي

جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې دوه ماشومان ژوبل کړي

XS
SM
MD
LG