د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماړي ګیس کمپنۍ مو ځمکې نیولې دي: د شوه تحصیل اوسېدونکي


د شوه تحصیل احتجاجیان: ۲۰۲۰، ۲۴ نومبر
د شوه تحصیل احتجاجیان: ۲۰۲۰، ۲۴ نومبر

شمالي وزيرستان د شوه تحصيل خلکو په خپله سيمه کې د تيلو او ګېسو موندلو په کار بوختې کمپنۍ پرضد احتجاج کړی دی.

پرون د احتجاج پر مهال د مسمون خېل قبيلې مشرانو ادعا وکړه چې د ماړي پټروليم په نوم کمپنۍ له دوی سره تړون کړی وو چې په روزګار او نورو چارو کې به دوی ته لومړيتوب ورکوي.

د قبيلې يو مشر حاجي سيف الرحمن مشال راډیو ته وويل، تر تړون وروسته دوی ۱۸ اېکړه مځکه کمپنۍ ته ورکړه خو له ژمنې سره سم د سيمې خلکو ته روزګار ورنکړل شو. هغه تور پورې کړ چې کمپنۍ د دوی په کلومیټرو نوره مځکه هم قبضه کړې ده او د سيمې څارويو او خلکو ته ان د تګ راتګ اجازه هم نه ورکوي.

د ماړي پټرولیم کمپنۍ خلاق د شوه تحصیل سمون خېلو لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:32 0:00

دی وايي، د ګیس کمپنۍ د دوی ۲۰ تنه پر کارونو لګولي او له بهره یې تر ۳۰۰ زیات کسان لګولي دي. دی وايي کمپنۍ دې د دوی مځکه ورپرېږدي ځکه چې له دوی سره له کړي تړونه سرغړونه کوي.

د تحصیل شوې یو بل اوسېدونکی وايي، له دوی سره ماړي پټرولیم کمپنۍ لیکل کړي او اوس ترې پر شا شوې ده.

په دې اړه د شمالي وزيرستان يو چارواکي د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال ريډيو ته وويل چې په شوه کې ماړي کمپنۍ له ځايي خلکو سره کړې ژمنې پوره کړې دي. د نوموړي په خبره ټېکنیکل او مسلکي کسان له بهره راوړل کېږي او پر پاتو هغو ځايي خلک پر کار لګول کېږي. خو بیا به هم دی له چارواکيو سره د خلکو شکايتونو شريک کړي.

XS
SM
MD
LG