د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر غلام خان بندر د شمالي وزیرستان پر زڼغوځيو ټیکس


د جنوبي او شمالي وزیرستان شوال، رزمک او دته خېلو غریزې سیمې د زڼغوځیولوی لوی ځنګلونه لري چې وړاندی به ترې پیداوار د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ بیلا بیلو ښاورنو ته لېږل کېده خو دغلته په دوه زره څوارلسم کال کې له پوځي عملیاتو وروستو د زڼغوځیو د ځنګلونو مالکان او کاروباریان له ډېرو تاوانونو سره مخامخ شوي دي.

ځاي خلک وايي، امنیتي ادارې ورته اجازه نه ورکوي چې دغه غریزو سیمو ته ولاړ شي او خپل پیداوار واخلي. او که په ځینو سیمو کې پیداوار ترلاسه هم کړي نو د غلام خان پر بندر يې د لګول شویو ټیکسونو له کبله بازار ته نه شي راوړی.

د شمالي وزیرستان د زڼغوځیو سوداګر وايي، کله چې دوی له ډیورنډ کرښې سره نزدې خپل شوکولي زڼغوزي د ممندخېلو منډۍ ته رسوي نو پر غلام خان بندر ترې لویه مالیه/ ټېکس غوښتل کېږي. دوی وايي، پر غلام خان بندر ترې کسټم عمله د افغانستان د مالونو غوندې مالیه غواړي چې له وجې یې د زڼغوځیو په لاکونو ګونۍ/بوجۍ ایسارې دي.

د شمالي وزیرستان د زڼغوځیو یو لوی سوداګر نېک عمل خان وايي،حکومت چې د دوی سیمه تر ۲۰۲۳ کال پورې له مالیې ازاده (ټیکس فري) اعلان کړې وه هغې تشې وعدې وې. بلکې اوس خو د غلام خان بندر عمله پر خپلو ځايي/مقامي حاصلاتو باندې هم ترې د بهرنیو مالونو غوندې ټېکس اخلي.

د نوموړي په خبره د شمالي وزیرستان د سوداګرو د زڼغوځيو تر یونیم لاک زیاتې ګونۍ/بوجۍ دا وخت پر غلام خان بندر د زیاتو ټیکسونو له وجې ایسارې دي. دی زیاتوي پر غلام خان بندر د کسټم عملې ته پته نه لګي چې دغه مالونه مقامي دي که بهرني، بس کسټم ډیوټي پرې لګوي.

د نیک عمل خان په خبره له دې وجې تجارت، برامداتو او خواري مزدوري هر څه متاثر شوي دي. دی زیاتوي بیا بیا یې ډپټي کمشنر او هلته د پوځ له مشر سره خبرې کړې دي او غوښتنه یې ترې کړې ده چې کسټم عمله دې د پخوا پشان د غلام خان بندر پرځای په سیدګي یا بکاخېلو کې کښېني. د ده په وینا دغه عمله له بارډر لاین سره نه ده بلده، ځکه خو د ځايي او بهرنیو مالونو فرق نشي کولای.

نیک عمل خان دا غوښتنه هم وکړه چې د کسټم اخېستو چارې دې ځايي چارواکیو ته وسپاري چې کاروبار یې بحال شي.

افغان سوداګر خپل زڼغوځي نړیوال مارکیټ ته رسول غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00

یو بل سوداګر لایر خان وايي، وړاندې به دوی د دته خېلو پر لار مالونه راوړل خو د عملیاتو په وجه دغه لارې تړل شوې دي ځکه یې افغانستان ته وړي او بیا یې پر غلام خان بندر راتېروي خو هلته ترې د بهرنيو مالونو برابر مالیه غوښتل کېږي دا خو سل د زڼغوځیو سوداګرو ته تر ګټې په تاوان تمامېږي.

د سیمې یو خبریال ګوهر وزیر وايي، د امنیتي ادارو او حکومت له خوا د بندیزونو په نتیجه کې په سیمه کې د زڼغوځیو کاروبار ډېر خراب شوی دی او ځايي خلک له مالي ستونځو سره مخ دي.

ګوهر وزیر
ګوهر وزیر

نوموړی زیاتوي حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختیا ادعاوی کوي، خو تراوسه يې دا و نه کړل چې خلک د خپل غره له پیداواره ګټه پورته کړي. ګوهر وزیر وویل مخصوص خلک راځي او زڼغوځي وړي خو د ځنګلونو خپل مالکان دغلته د تللو او پیداوار اخېستو اجازه نه لري.

په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر تحصیلدار غني الرحمان وزیر پرون مشال راډیو ته وویل، چې د کسټمز د چارواکیو سره يې په زڼغوځیود ټیکسونو ختمولو په اړه خبرې کړې خو په دغه اړه لا څه حتمي پرېکړه نه ده شوې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي / محسن داوړ وویل له کسټمز سره تړلې خبرې پر خپلځای خو غټه ستونځه دا ده چې ځايي خلک د زڼغوځیولپاره خپلو غرونو ته د تلو اجازه نه لري.

محسن داوړ
محسن داوړ

نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو ځینې سیمې له وسله والو پاکې اعلان کړې خو په کومو سیمو کې چې د زڼغوځیوځنګلونه دي هلته د امنیتي ځواکونو په وینا اوس هم عملیات روان دي.

محسن داوړ دا ټوله جګړه دې له روانه ده ، چې د سیمې معدنیات او پیداوار په ولکه کې واخېستل شي.

د یادونې وړ ده چې په وزیرستان کې له پوځي عملیاتو وروستو ځنو سیمو ته خلک ستانه شوي خو په زرګونو کورنۍ اوس هم په پاکستان دننه او د افغانستان په ځنو سیمو کې د کډوالۍ په ژوند مجبوره دي چې له کبله يې په سیمه کې کاروباري هلې ځلې په ټپه ولاړې دي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG