د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا په پاکستان کې سیاسي ناندرۍ زېږولی


په پاکستان کې د کورونا وايرس زياتېدونکې پېښې د حکومت او اپوزيشن ترمنځ يو ډول په سياسي لانجه اوښتې دي.

وزیراعظم عمران خان وايي، که په هېواد کې د کورونا پېښې زياتېږی نو هغه به يوار بيا ټولبند ته مجبوره شي چې د ده په خبره ذمه واري به يې پر اپوزيشن ګوندونو وي.

د دې هېواد روغتيا وزارت هره ورځ د کورونا پېښو په اړه معلومات ورکوي چې له مخې يې د اکتوبر له مياشتې راهيسې د وايرس ځپليو شمېر مخ په زياتېدو دی.

هم دې ته په کتو سره د پاکستان نیشنل کمانډ او اپرېشن سېنټر د نومبر پر ۱۰مه نېټه غونډه کې د وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره يوشمېر اقدامات اعلان کړي ول چې پکې پر ګڼه ګوڼه د بندېز لګولو وړاندېز هم شوی وو.

خو د دې وړاندبز سربېره هم حکومت او اپوزيشن ګوندونو په ګلکت بلتستان کې لويې لويې انتخاباتي غونډې وکړې. له دې سره سره اپوزيشن اتحاد پاکستان جمهوري تحريک حکومت ضد روان تحريک په لړ کې خپلو جلسو ته دوام ورکړی او په دې اړه يې د نومبر پر ۲۲مه نېټه په پېښور کې جلسه وکړه.

د وزيراعظم او د واکمن ګوند تحريک انصاف پر اپوزيشن اتحاد نيوکې کوي چې د جلسې په کولو سره د کورونا وايرس نور خپروي. خو په اتحاد کې شامل ګوندونه بيا پر حکومت برعکس تورونه پورې کوي.

پوښتنه دا ده چې داسې متبادل لار شته چې له مخې اپوزيشن ګوندونه حکومت ضد تحريک هم وچلوي او خلک هم له وايرسه خوندي کړي؟

د پاکستان پېپلز پارټۍ سېنېټره سحر کامران د دې په ځواب کې د نومبر پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې متبادلې لارې شته خو په هغ صورت کې چې حکومت ورسره مرسته وکړي.

نوموړې زياته کړه چې يوه لار دا کېدای شي چې حکومت د اپوزيشن د جلسو پر مهال له کورونا د خونديتوب ټول انتظامات وکړي، د جلسې په ځای کې ځانګړې دروازې جوړې کړي، په ګډونوالو کې ماسکونه او جراثيم ضد دوايانې ووېشي.

د دې په خبره بله طريقه دا کېدای شي چې حکومت د جلسو پرځای په سرکاري ټيليويژن (پي ټي وي) د اپوزيشن مشرانو ته اجازه ورکړې چې خپل ولس ته نيغ په نيغه ويناګانو وکړي.

په پاکستان ډموکراټیک مومنټ کې شامل د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا جنرل سېکرېټري سردار حسين بابک بيا پر حکومت تنقيد کوي چې د ده په ادعا د کورونا خپرېدو مخنيوي ته سنجيده نه دی.

نوموړي د نومبر پر ۲۳مه نېټه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وويل چې حکومت دې د وېرې او ترهې خپرولو پرځای د کورونا مخنيوي په اړه انتظامات وکړي.

د اپوزيشن یوه بل ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ بيا وايي، که حکومت د اپوزيشن جلسې د کورونا وايرس د خپرېدو سبب ګڼي نو د ده په خبره د دې ښه حل دا دی چې مستعفي دي شي چې ورسره به د اپوزيشن تحريک ختم شي.

د ده په خبره، اپوزيشن به د نومبر پر ۳۰مه نېټه په ملتان او ۱۳ ډېسېمبر به په لاهور کې جلسې کوي خو البته د ده په خبره پاکستان جمهوري اتحاد مشران اوس په دې غور کوي چې له دې وروسته احتجاج ته بله بڼه ورکړي چې پکې پیه جام او د ښارونو تړلو هم کېدای شي.

د اپوزيشن ګوندونو په ځواب کې د واکمن تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی ارباب شير علي وايي چې حکومت د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر د نومبر ۱۰مې تر غونډې وروسته خپلې اعلان شوې جلسې وځنډولې.

نوموړي د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وويل چې د کورونا خپرېدو د مخنيوي په لړ کې تحريک انصاف په رشکۍ کې کېدونکې جلسه وځنډوله.

نوموړي زياته کړه چې حکومت پر دې غور کوي چې څنګه کولای شي له اپوزيشن سره په اسمبلۍ دننه تعلقات ښه کړي. د ده په خبره، دوی سلا مشورې روانې کړې دي چې په اسمبلۍ دننه له اپوزيشن سره اړيکي ښې کړي او په ګډه قانون سازي وکړي.

د کورونا وايرس او د اپوزيشن غونډې د حکومت او مخالفه ګوندونو ترمنځ په داسې حال کې په لانجه اوښتې دي چې د پاکستان صحت څانګې د نومبر پر ۲۳مه نېټه ويلي چې په تېر شواروز کې ۳۴ نور کسان له وايرس مړه شوي او ۲۷ سوه ۵۶ په اخته شوي دي خو البته په هم دې موده کې تر ۱۰۰۰ زيات کسان ورڅخه رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG