د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ډي اېم پېښور جلسه به پر ټاکلې نېټه کېږي: ثمر بلور


پاکستان جمهوري غورځنګ د اکتوبر پر ۱۶مه په ګوجراوالې کې له جلسې خپل احتجاجي تحریک پيل کړ.(انځور له ارشیفه)

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ګوندونو د حکومت لخوا د کورونا وايرس د صورتحال په لړ کې د جلسو د ځنډولو خبره رد کړې ده او دوی ویل دي چې له ټاکل شوي پروګرام سره سم به د نومبر پر ۲۲مه په پېښور کې خپله جلسه ترسره کوي.

په دغه اړه د نومبر پر ۱۷مه په پېښور پرېس کلب کې په جمهوري اتحاد کې د شامل ګوند عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا ویاندې ثمر هارون بلور د خبري کانفرس وروسته له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې د جلسې لپاره یې تیاریانې روانې دي او که په پېښور کې د هغوی د جلسې کولو مخه ونیول شوه نو ټول ګوندونه به د اسلام اباد په لور لاریون کوي.

نوموړې وايي: "هر یو سیاسي ګوند د یونین کونسلو په کچه د راروانې جلسې لپاره تیارې نیولی دی، د کورونا وایرس احتیاطي تدبیرونو ته پام لرنه سره به موږ په جلسه کې ګډون کوو، اوس حکومت کله وايي د ترهګر بریدونو خطر دی او کله وايي د کورونا وبا زیاته شوه، دوی چې کله جلسې جلوسونه کوي نو نه کورونا وایرس وي او د چاودنو خطر، نو ایا دا هر خطر یوازې د جمهوري غورځنګ یا د حزب اختلاف لپاره دي، موږ به خپله جلسه ضرور کوو، کچیرې دلته یې زموږ لاره ونیوله نو موږ به اسلام اباد ته لاریون کوو او هغلته به بیا جلسه کوو."

د نومبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د قومي همکارۍ کمېټۍ د غونډې وروسته وزیر اعظم عمران خان ویلي وو چې په هېواد کې د کورونا وایرس د دوهمې څپې په ترڅ کې ورځ تربلې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو په شمېره کې زیاتوالې کېږي او د یادې ناروغۍڅخه د مړو شمېره هم مخ په زیاتېدو ده، او په دې وجه دوی د جلسو جلوسونو د ځنډولو فیصله کړې ده.

د وزیر اعظم عمران خان لخوا په لویو غونډو او لاریونو د بندېز د خبرې وروسته د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر کامران بنګش هم په پېښور کې په خبري کانفرنس کې ویلي دي چې په صوبه او مرکز کې حکمران ګوند پاکستان تحریک انصاف د نومبر پر ۲۱مه په رشکۍ کې د اقتصادي زون د پرانستې لپاره رابلل شوي جلسه هم ځنډولې ده او د کورونا وایرس د صورتحال په وجه دي حزاختلاف هم خپلې سیاسي هلي ځلې وځنډوي.

نوموړي وايي: "د صنعتی زون او د چینایي ستیل میل د پرانیستې په لړ کې مو په رشکۍ کې ډېره لویه جلسه رابللې وه، خو ولس د روغتیا ته د خطر په خاطر مو دغه جلسه وځنډوله، موږ له نورو سیاسي ګوندونو هم اپیل کوو چې هغوی دې هم خپلې سیاسي غونډې منسوخ کړي."

خو د حزب اختلاف ګوندونه وايي، په پېښور کې د نومبر پر ۲۲مه نېټه د پي ډي اېم د جلسې پرمهال به د کورونا وایرس په احتیاطي لارښوونو عمل یقیني کوي او جلسې ته راتلونکي خلکو لپاره یې د ماسکونو او سېنیټایزر د ورکولو انتظامات هم برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG