د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحریک وايي په هر صورت سبا په پېښور کې جلسه کوي 


پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې د اپوزېشن ګوندونو د حکومت ضد جوړ کړی وو.
پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې د اپوزېشن ګوندونو د حکومت ضد جوړ کړی وو.

د پاکستان جمهوري تحریک وايي د نومبر پر ۲۲ مه به په پېښور کې د اوسني حکومت پرضد اعلان کړې جلسه په هر صورت کوي.

دا خبره په دې تحریک کې د شریک عوامي نیشنل ګوند سردار حسین بابک، د جمیعت علما اسلام (ف) مولانا عطاالرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان کاکړ د نومبر پر ۲۰مه په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې وکړه.

سردار حسېن بابک تر خبري غونډه وروسته مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت هیڅ نشي کولای او دوي ته به په داسې حالاتو کې څوک ګوري.

ده زیاته کړه، "د پاکستان جمهوري تحریک خو د دې ملک ژغورلو لپاره دی، د جمهوریت راوستلو لپاره دی، دا کوم انساني او اییني حقونو خلاف ورزي چې کیږي او د ملکي ادارو چې کوم اختیار دی، او په هغې کې - د نورو ادارو لخوا - لاس وهنه کیږي، نو د هغه پرضد دا تحریک دی."

د جمعیت علما اسلام ف ډلې مخکښ مولانا عطاالرحمان مشال راډیو ته وویل چې حکومت په خپله هغه بله ورځ په سوات کې جلسه کړې وه نو هغه وخت کورونا نه وه؟

ده زیاته کړه، "په ګلګت بلتستان کې انتخابات وشو، او جلسې کېدې، هلته کورونا نه وه؟ بلې سیاسي ډلې ته یې په سوات کې د جلسې اجازه ورکړې ده، هلته کورونا نشته؟"

مولانا عطاالرحمان پوښتنه راپورته کړه چې دا څنګه کېدای شي چې په سوات کې کورونا نشته او پیښور کې شته؟

د ده په وینا، دا ټولې پلمې دي چې حکومت یې د جمهوری تحریک د غوښتنو او مزل د درولو لپاره کاروي.
د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ملک کې له ایین څخه سرغړونه ډېره تاواني خبره ده.

ده زیاته کړه، "په ملک کې ګراني ده، بی روزګاري ده، بد امني ده، او ولس ته یوه د ووټ پرچۍ ویړیا ده، نو پر هغه هم ولس ته دا حق نه ورکول کیږي چې د خپلې خوښې کونسلر، چیرمین، د پارلمان غړي او نور وټاکي."

د سنېټر عثمان کاکړ په وینا، د ولس سپکاوی روان دی، نو دا په دنیا کی هیڅ چیرته نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومتي او انتظامي چارواکو لا پاکستان جمهوري تحریک ته د دې جلسې اجازه نده ورکړې.

د پيښور ښار مرستيال کمشنر له دفتره د نومبر پر ۲۰مه خپور شوي بيان کې وويل شوي چې په ښار کې د کورونا وايرس زياتېدونکو پېښو ته په کتو د جلسي اجازه نشي ورکولی.

په بيان کې راغلي چې په پيښور ښار کې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېر کې ۱۳ چنده زياتوالی راغلی او د خلکو له ګڼې ګوڼې سره دا وايرس نور هم خپرېدای شي او د خلکو ژوند له خطر سره مخامخېداي شي.

بيان زياتوي چې د خلکو ژوند ژغورلو او د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې ولسي غونډو ته اجازه نه شي ورکولی.

د پيښور ښار انتظامیې په بيان کې د خيبر پښتونخوا حکومت د نومبر دوهمې بيان حواله هم ورکړې چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره دې له ولسي غونډو ډډه وکړل شي.

دوی د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې اپوزېشن ګوندونو ته د جلسې اجازه نه شي ورکولای.

د اطلاعاتو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار کامران بنګش د نومبر پر ۲۱ مه مشال راډیو ته وویل چې که اپوزیشن جلسه کوي نو پر ضد به یې قانوني کاروایي کوي.

خو د پاکستان جمهوري تحریک مشران وايي‌ حکومت د اپوزیشن پر وړاندې د خنډونو اچولو په موخه دا ډول اعلانونه کوي.

پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې د اپوزېشن ګوندونو د حکومت ضد جوړ کړی وو.

دوی تر اوسه د پنجاب په ګوجراواله، د سیند په کراچۍ او د بلوچستان په کوټه کې داسې جلسې کړې دي چې په زرګونه خلکو په کې ګډون کړی دی.

وزیر اعظم عمران خان د نومبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د قومي همکارۍ کمېټۍ له غونډې وروسته ویلي ول چې په هېواد کې د کورونا وایرس د دوهمې څپې په ترڅ کې ورځ تربلې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو په شمېره کې زیاتوالې کېږي.

ده ویلي وو چې له یادې ناروغۍ څخه د مړو شمېره هم مخ په زیاتېدو ده نو ځکه یې د جلسو جلوسونو ځنډولو فیصله کړې ده.

د وزیر اعظم عمران خان لخوا په لویو غونډو او لاریونو د بندېز د خبرې وروسته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر کامران بنګش هم په پېښور کې په خبري کانفرنس کې ویلي دي چې په صوبه او مرکز کې حکمران ګوند پاکستان تحریک انصاف د نومبر پر ۲۱مه په رشکۍ کې د اقتصادي زون د پرانستې لپاره وربلل شوې جلسه هم ځنډولې ده او د کورونا وایرس د صورتحال په وجه دې حزب اختلاف هم خپلې سیاسي هلي ځلې وځنډوي.

خو پاکستان جمهوري تحریک وايي، په پېښور کې به د نومبر پر ۲۲مه د جلسې پر مهال د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره پر احتیاطي لارښوونو عمل باوري کوي.

XS
SM
MD
LG