د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان دې زر تر زره استعفا وکړي: پي ډي ایم


د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وویل چې د تحریک جلسو واکمن ګوند – تحریک انصاف - او د هغه راوستونکي وېرولي‌ دي.
د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وویل چې د تحریک جلسو واکمن ګوند – تحریک انصاف - او د هغه راوستونکي وېرولي‌ دي.

پاکستان جمهوري تحریک وايي‌ پر وزیراعظم عمران خان غږ کړی چې زر تر زره دې استعغا وکړي‌ چې په ملک کې له سره شفاف انتخابات وشي.

د تحریک مشرانو تور پورې کړ چې د عمران خان حکومت پاکستان په اقتصادي توګه تباه کړی او په نړۍ کې یې په سفارتي توګه یوازې کړی دی.

دا څرګندونې د تحریک مشرانو د نومبر پر ۲۲مه په پېښور کې د حکومت پرضد رابلل شوې څلورمې جلسې ته په ویناوو کې وکړې.

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وویل چې د تحریک جلسو واکمن ګوند – تحریک انصاف - او د هغه راوستونکي وېرولي‌ دي.

مولانا فضل الرحمان وویل، دوی د فوج احترام کوي‌ خو که هغه یوازې د ملک دفاعي اداره وي او په سیاست کې ګوتې ونه وهي.

ده وویل چې که فوج له ځانه سیاسي اداره جوړي نو بیا به یې دوی نوم هم اخلي او نیوکې به هم ورباندې کوي.مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې له وزیر اعظم عمران خانه پوښتنه وکړه. ''چېرته دي هغه ستا خبرې چې د تری تم کړو کسانو په اړه چې به دې کولې، نن بلوڅان، پښتانه، سیندیان، پنجابیان او کشمیریان ژاړي، د کشمیر سودا خو دې وکړه، او و دې پلورلی او نن پخپله د مکر غټې غټې اوښکې هم تویوې.''

د پاکستان مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز شریف په جلسه کې ګډون کړی وو خو په لندن کې د نواز شریف د مور د وفات کېدو له کبله یې د نورو جلسو په څېر وینا ونکړه.

نوموړې یوازې د جلسې ګډون والو ته خبر ورکړ او په جلسه کې پر ګډون یې د هغوی مننه وکړه او لاړه.

د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري جلسې ته په وینا کې وویل چې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت به د د روان کال تر پایه له واک لرې کړل شي.

د بلاول په وینا اوس هم پخوانۍ فاټا ته خپل حق نه ورکول کېږی، نن هم د خلکو تری تمولو شمېره په زیاتیدو روانه ده، نن هم دلته د پوځ تر اختیار لاندې جیلونه چلېږي، پخواني چیف جسټس وقار احمد سیټ د عدالت له لارې حکم هم جاري کړی وو، چې دا مرکزونه دې پولیس ته وسپارل شي.

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه چې د اوسني حکومت د تګلارو له کبله عام ولس اوس د سهار او ماښام پر ډوډۍ قدرت نه لري.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت درغلي کوي خو د احتساب اداره د اپوزېشن ګوندونو مشران نیسي او هغوی ته سزاګانې ورکوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي جلسې ته په وینا کې وویل چې د پاکستان په سیاست کې مداخلت ای ایس ای او ایم ای کوي.

محمود خان اڅکزي وویل چې پاکستان جمهوري تحریک د دې لپاره جوړ شوی دی چې دا ملک دا وخت په ډېر لوی بحران کې دی.

ده وویل، د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ، د ای ایس مشر او د ایم ای مشر دې خبري غونډه وکړي او ودې وایي چې دوی د پاکستان له ایین سره سم په سیاست کې مداخلت نه کوي نو په هغه ورځ پاکستان جمهوري تحریک ختم دی.

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې پر ټولو ګوندونو غږ وکړو چی ټول به ژمنه کوو، دا لوړه یا قسم به کوو، چی موږ به تر هغو په آرامه نه کښېو چې د پاکستان له سیاسته مو د استخباراتي ادارو لاسوهنه نه وي ختمه کړې.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مرستیال مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني وزیراعلا امیر حېدر خان هوتي په خپله وینا کې وویل چې دا حکومت ولس نه دی ټاکلی بلکې د ده په وینا دا حکومت پر خلکو مسلط کړی دی.

ده وویل، حکومت او د هغوي راوستونکو ته دا پېغام ورکوي چې تر ټولو وړاندې به په ملک کې انتخاباتي اصلاحات کوي او بیا به په ملک کې شفاف انتخابات کېږي.

امیر حېدر هوتي پوځ ته په اشاره کولو زیاته کړه چې په انتخاباتو کې نه د رایو په مرکزونو کې دننه د وردۍ والا غواړي‌ او نه یې د رایو تر مرکزونو دباندې غواړي.

د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل جلسې ته په وینا کې وویل چې پاکستان ته تاوان عام ولس او سیاسي مشرتابه نه دی اړولی.

سردار اختر مېنګل وویل، دا اوسنی تحریک هم د هغو خلکو پرضد جوړ شوی دی چا چې پاکستان مات کړی وو.

نوموړي‌ زیاته کړه چې پښتون او بلوڅ ترهګر نه دي بلکې د ده په وینا ترهګر هغه دي‌ چې ترهګرو ته یې پناه ورکړې وه.

سردار اختر مېنګل وویل، دوی پر هغه جمهوریت باور لري چې د ده په وینا، د پښتون او بلوڅ نوم او ناموس پکې خوندي وي.

د بلوچستان نشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخواني وزیراعلا ډاکټر مالک بلوڅ جلسې ته په وینا کې وویل چې د پاکستان جمهوري تحریک مقصد له پاکستانه په سمه توګه جمهوري او وفاقي‌ ملک جوړول دي.

ده وویل، داسې ملک چې عدالت پکې ازاد وي ، میډیا پکې ازاده وي او د خلکو ژوند او مال پکې خوندي وي.

د قومي‌ وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو په خپله وینا کې دا جلسه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې په دومره لوی شمېر د خلکو راوتل دا ثابتوي چې اوسنی حکومت په درغلیو راغلی وو.

ده وویل، پر دې خاوره چې څومره زیاتی او ظلم شوی دی د هغه ذمه وار اسټبلشمنټ دی.

افتاب شېرپاو زیاته کړه چې دا اوسنی حکومت په ریموټ کنټرول چلېږي او د خیبر پښتونخوا په ګډون یې ټول ملک له تباهۍ سره مخامخ کړی دی.

د پاکستان جمهوري تحریک ویاند او د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري‌ میا افتخار حسېن د جلسې قراردادونه وړاندې کړل.

قراردادونه

دا جلسه حکومت ته خبرداری ورکوي چې د پاکستان د وفاقیت ضامن ۱۸م ایین بدلون کې دې ګوتې نه وهي او صوبايي خودمختاري دې باوري کړي.

پاکستان جمهوري تحریک د پاکستان پر وفاقي جمهوریت او پارلماني نظام هیڅ معامله نه کوي.

پاکستان جمهوري تحریک ټینګار کوي‌ چې په خیبر پښتونخوا د ګډو شویو قبایلو ضلعو لپاره دې اعلان شوي فنډونه زر تر زره جاري کړل شي.

په قبایلي ضلعو کې دې انتظامي ، اقتصادي‌ او سیاسي واک زر تر زره سېول انتظامیې ته وسپارل شي.

د قبایلي ضلعو ټول قانوني ، عدالتي او پارلماني حقونه دې زر تر زره ورکړل شي.

پاکستان جمهوري تحریک ټینګار کوي چې د لسم این ایف سي اېوارډ دې زر تر زره جاري کړل شي.

ګرانۍ د ولس ژوند تنګ کړی دی او پاکستان جمهوري تحریک د راوستل شوي جعلي حکومت ناکامې اقتصادي تګلارې ردوي.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ټول ګوندونه په پاکستان کې پر جمهوریت ، ایین بالادستي او د قانون پر عملدارۍ هیڅ معامله نه کوي.

پاکستان جمهوري تحریک دا یو مهذب او جمهوري ملک لیدل غواړي.

حکومت دې د ولس جمهوري حقونه ومني‌ او هغوی دې په جلسو کې له ګډونه نه ایساروي.

پاکستان جمهوري تحریک غوښتنه کوي چې له افغانستان سره دې ټولې تجارتي لارې خلاصې کړل شي. له دې به په امدن کې اضافه وشي او په لاکونو خلکو ته به روزګار په لاس ورشي.

پاکستان جمهوري تحریک د صحافت پر ازادۍ د حکومت د حملو غندنه کوي او غوښتنه کوي چې د هغو ټي وي چېنلونو مالک دې هم خپله رویه سمه کړي چې حکومت ته پوښښ ورکوي خو اپوزېشن ته یې نه ورکوي.

په بهر ملکونو او په ځانګړې توګه په خلیجي هیوادونو کې د مېشتو پاکستانیو وګړو په اړه د حکومت نه پاملرنه د غندنې وړ ده.

پاکستان جمهوري تحریک د دیني مدرسو او تعلیمي ادارو په ګډون په ټول ملک کې د روانې ترهګرۍ غندنه کوي.

دا حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی او پاکستان جمهوري تحریک د دې حکومت خاتمه غواړي او په ملک کې دې بې پرې او شفاف انتخابات وشي.

د حکومت دریځ

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت دريځ لرې چې اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي.

وزيراعظم عمران خان د نومبر پر ۲۲مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلې چې که په هېواد کې د کورونا کېسونه زیاتېږي نو حکومت به یو وار بیا ټولند لګولو ته مجبوره شي چې ذمه واري به یې د ده په وینا پر پي ډي ایم راځي.

نوموړي تور ولګاوه چې اپوزیشن ګوندونو د حکومت لخوا د خبرداري باوجود خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی او د کورونا وبا لوجې د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

د پاکستان جمهوري تحریک هدف

پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې د اپوزېشن ګوندونو د حکومت ضد جوړ کړی وو.

په دې تحریک کې د ملک تر ټولو لوی اپورېشن ګوند مسلم لیګ نون ، پاکستان پپلز ګوند ، جمعیت علما اسلام ف ډله ، عوامي نشنل ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون ټول ۱۱ سیاسي ګوندونه شریک دي.

دا د حکومت خلاف د پاکستان جمهوري تحریک څلورمه جلسه ده. تر دې وړاندې یې په ګوجراواله، کراچۍ او کوټه کې هم جلسې کړې وې.

د تحریک راتلونکې جلسې به د پنجاب په ملتان او له هغه وروسته لاهور کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG