د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه پای ته ورسېده


مولانا فضل الرحمان وویل چې موجوده حکومت د ولس استازيتوب نه کوي او ناکامو پالیسیو له وجې هېواد د اقتصادي حالت نور هم خراب شوی دی.
مولانا فضل الرحمان وویل چې موجوده حکومت د ولس استازيتوب نه کوي او ناکامو پالیسیو له وجې هېواد د اقتصادي حالت نور هم خراب شوی دی.

د پاکستان جمهوري تحریک له خوا په پېښور کې د عمران خان په مشرۍ حکومت پرضد جسله پای ته ورسېده

په پاکستان جمهوري تحریک کې د شاملو ګوندونو مشرانو او استازو جلسې ته ویناوې کړې دي او د اوسني حکومت پرضد یې خپل دریځ بیا تکرار کړی دی.

په جلسه کې د دې اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان، د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز او پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تر څنګ د زیاترو اپوزیشن ګوندونو مشران او استازي شریک دي.

جلسې ته د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل ، د نشنل ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ ، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو ، د عوامي نشنل ګوند امیر حېدر هوتي ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ، د پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او نورو ګوندونو مشرانو او استازو تر اوسه ویناوې کړې دي.

دوي‌ د عمران خان په مشرۍ حکومت باندې کلکې نیوکې کړې دي، هغه په درغلیو راغلی حکومت بللی او تور یې پورې کړې دی چې ګواکې اوسني حکومت پاکستان له تباهۍ سره مخامخ کړی دی.

دوي غوښتنه کړې ده چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند دې زر تر زره استعفا وکړي‌ او په ملک کې دې له سره شفاف انتخابات وشي.

په پېښور کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

له پېښوره د مشال رېډیو خبریال وايي د جلسې ځایې ته د بېلا بېلو ګوندونو په زرګونو خلک ورغلي او د امنیت لپاره یې ګڼ شمېر امنیتي اهلکار ځایې پرځایې کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت پي ډي اېم ته د جلسې اجازه نه ده ورکړې.

خو وزيراعظم عمران خان نن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلې چې که په هېواد کې د کورونا کېسونه زیاتېږي نو حکومت به یو وار بیا ټولند لګولو ته مجبوره شي چې ذمه واري به یې د ده په وینا پر پي ډي ایم راځي.

نوموړي تور ولګاوه چې اپوزیشن ګوندونو د حکومت لخوا د خبرداري باوجود خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی او د کورونا وبا لوجې د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

دا د حکومت خلاف د پي ډي اېم څلورمه جلسه ده. له دې وړاندې یې په ګوجراواله، کراچۍ او کوټه کې هم جلسې کړې او له حکومته يې د مستفعې کېدو غوښتنه کړي وه.

خو وفاقي حکومت دريځ لرې چې مخالف ګوندونه د خپلو مشرانو درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي.

بلخوا د مسلم لیګ نواز ګوند مشران وايي د پخواني وزیراعظم نوازشریف مور شمیم اختر نن په لندن کې په حق ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومتي او د پيښور ښار انتظامي پاکستان جمهوري تحریک ته د جلسې اجازه نده ورکړې.

د پيښور مقامي انتظاميه وايي، په ښار کې د کورونا وايرس کېسونه په زياتيدو دي او جلسې سره په دي کې نور زياتوالې راتللي شي.

د پاکستان جمهوري تحریک مشرانو په ویناوو کې تور پورې کړ چې پولیسو د جلسې ځای ته تللې لارې تړلې دي او خلک په جلسه کې له ګډونه ګرځوي.

پولیس د ښار په یو شمېر سیمو کې سړکونه تړلي‌ دي
پولیس د ښار په یو شمېر سیمو کې سړکونه تړلي‌ دي

وزيراعظم عمران خان د نومبر پر ۲۱مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د پي ډي اېم مشرانو به د کورونا وايرس مخنيوي په اړه د سختو اقداماتو خبره کوله خو اوس پخپله غيرذمه واره سياست سره د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

خو د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۲۱مه په پيښور کې خبري غونډې ته وويل چې اپوزېشن ګوندونه د حکومت رانسکورولو پوري تحريک جاري ساتي او په پيښور کې به جلسه کوي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې موجوده حکومت د ولس استازيتوب نه کوي او ناکامو پالیسیو له وجې هېواد د اقتصادي حالت نور هم خراب شوی دی.

مولانا فضل الرحمان په خبرو کې د تحریک انصاف حکومت ترڅنګ د هېواد په ادارو هم نیوکې وکړې.

د اطلاعاتو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار کامران بنګش د نومبر پر ۲۱ مه مشال راډیو ته وویل چې که اپوزیشن جلسه کوي نو پر ضد به یې قانوني کاروایي کوي.

خو د پاکستان جمهوري تحریک مشران وايي‌ حکومت د اپوزیشن پر وړاندې د خنډونو اچولو په موخه دا ډول اعلانونه کوي.

پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې د اپوزېشن ګوندونو د حکومت ضد جوړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG