د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي، د بلوچستان د خلکو ټولې مسلې به هواروي


د پاکستان وزیراعظم وزیراعظم د نومبر پر ۱۳مه د بلوچستان صوبې څخه لیدنه وکړه.


نوموړي په تربت کې دارالاحساس ادارې ته د وینا پر مهال وویل، د پاکستان روښانه سباوون د ځوانانو د هڅو سره تړلی دی نو ځکه حکومت د بلوچستان د ځوانانو سره په تعلیمي څانګه کې هر ډول کومک ته چمتو دی. نوموړي وویل، د پنجاب وزیراعلی د بلوچستان د ځوانانو سره په تعلیمي چارو کې د مرستو په موخه د سکالرشپونو شمېره له ۱۳۵ څخه ۳۶۰ ته لوړه کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم په هیواد کې د بې روزګارۍ او غربت د ختمولو لپاره د چین سره د سي پیک پروژې یادونه وکړه چې په وینا یې له دې سره به د پاکستان د خلکو ژوند ډېر ښه شي او ملک به د ترقۍ په لورې روان شي. هغه وویل، هڅه یې ده چې د ترقۍ په لاره کې د چین له تجربو ګټه پورته کړي ځکه چې هغه هیواد (چین) د خپلې ښې اقتصادي کړنلارې په وجه خپل ۷۰ کروړه نفوس له غربته ویستلي دي.


عمران خان په تېرو حکومتونو یو وارې بیا نیوکې وکړې چې ګینې د بلوچستان د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره یې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي او د هغه په وینا همدا وجه ده چې بلوچستان صوبه د ترقۍ په میدان کې له نورو صوبو څخه شاته پاتې ده. نوموړي ژمنه وکړه چې حکومت یې د بلوچستان صوبې د ترقۍ لپاره کار پیل کړی او زر به یاده صوبه د نورو صوبو په شان د پرمختګ شاهده وي.

د پاکستان وزیراعظم دا اعلان هم وکړ چې حکومت به یې ډېر زر د بلوچستان د بې کوره او ناداره خلکو لپاره نیا پاکستان هاوسنګ سکیم پیلوي. د نوموړي په وینا له دې پروژې سره به خلک په اسانو شرطونو د کورونو خاوندان شي.

خو بل پلو، د بلوچستان صوبې زیاترو سیاسي ګوندونو او په ځانګړي ډول بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ د پاکستان د وزیراعظم څرګندونې له حقیقته ډېر لرې بللي دي. هغوی وايي، د تېرو حکومتونو په څېر اوسني حکومت هم د بلوچستان ولس ته څه نه دي ورکړي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مرستیال مشر ملک ولي کاکړ د نومبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د عمران خان حکومت ورسره په ۲۰۱۸ کال کې د سیاسي اتحاد کولو پر مهال چې په کومو شپږو نکتو لاس لیک کړی و، په هغو کې یې پر یوې نکتې هم عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG