د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له سواته د صحت کارډ بهیر پیلوي


وزیر اعظم عمران خان
وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د سوات سفر پر مهال د روغتیايي بیمې پروګرام غځولو ترڅنګ یوشمېر پرمختیايي پروژې اعلانوي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیايي چارو وزیر تیمور سلیم جګړا تېر ماښام په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، تر ټولې صوبې د صحت کارډ پروګرام غځولو بهیر له ملاکنډ ډېوېژنه پیلېږي چې په څو پړاوونو کې به بشپړ شي. تر دې مخکې حکومت د صحت کارډ له لارې وړیا روغتیايي خدمات بېوزله خلکو او د قبایلو اوسېدونکو ته ورکول. جګړا وايي، د بیمې کارډ لرونکې کورنۍ کولای شي چې هر کال تر ۱۰ لاکه روپیو پورې روغتیايي خدمات وړیا ترلاسه کړي.

په سوات کې د واکمن تحریک انصاف سیاستوال فضل حکیم وايي، وزیراعظم عمران خان نن په سیمه کې د غاښونو د طبي کالج پرانیستې تر څنګ نورې پرمختیايي پروژې هم اعلانوي. په عین وخت کې اپوزیشن ګوندونو هم د ګرانۍ خلاف د احتجاج اعلان کړی دی. د سوات انتظامیې د وزیراعظم سفر له وجې نن تعلیمي او سرکاري ادارو ته چوټي ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG