د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان حکومت ختمولو لپاره د اپوزیشن بیانیه یوه ده: مریم نواز  


مریم نواز د اپوزېشن مشرانو په غونډه کې - تصویر له تاخچې (ارشیفه)
مریم نواز د اپوزېشن مشرانو په غونډه کې - تصویر له تاخچې (ارشیفه)

د اپوزیشن ګوند، مسلم ليګ (ن) مرستياله مشره، مريم نواز وايي د پاکستان جمهوري تحريک ترمنځ اختلافات نشته او په شریکه د تحريک انصاف حکومت ختمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړې د نومبر په ۱۱مه ماښام ناوخته، د پيپلز ګوند له شريک مشر بلاول بوټو زرداري سره په ګلګت کې تر ملاقات وروسته رسنيو ته وويل هغه راپورونه سم نه دي چې ګنې اپوزیشن ګوندونه ژور اختلافات لري.

د دې وینا وه: ''هر ګوند خپله ايجنډا او خپله پالیسي لري. پر هېچا هېڅ جبر نشته. موږ په ځينو خبرو همغږي يو چې په راتلونکې کې به هم انشاالله همداسې وي. زموږ د ټولو بيانيه تقريبا يو شان ده.''

په پاکستان جمهوري تحريک کې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) ترمنځ د اختلافاتو ګونګوسي تېره اونۍ هغه وخت زیاتې شوې چې بلاول بوټو زرداري له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل د تحريک په غونډو کې پرېکړه شوې وه چې پر حکومت د نيوکو په وخت به د پوځي مشرانو نومونه نه اخلي.

هغه زیاته کړې وه چې د مسلم ليګ (ن) رهبر، نواز شريف له خوا پر پوځ د نيوکو په وخت د جنرل قمرجاوبد باجوه او د جاسوسي ادارې (ISI) د مشر جنرل فیض حميد نوم اخیستل د تحريک پالیسي نه ده.

همداراز یو بل اختلافي ټکی هغه وخت راښکاره شو چې د پاکستان پوځ وويل د رينجر ځواکونو هغه افسرانو تبادله کوي او په خلاف یې د ډيسپلين کاروايي‌کېږي چې د اکتوبر په ۱۹مه د پوليسو د مشر په تښتولو کې لاس لري. پيپلز پارټي د دې بيان هرکلی وکړخو نواز شريف دا رد کړ.

د پيپلز پارټۍ يو مشر او پخواني وزیراعظم يوسف رضا ګيلاني د نومبر په ۱۲مه په ملتان کې خبريالانو ته وويل چې په پاکستان جمهوري تحريک کې راغونډ شوي ۱۱ ګوندونه خپل خپل منشورونه لري خو په يوه خبره ټول متفق دي چې د عمران خان حکومت په درغليو راغلی او بايد ختم شي.

د ګیلاني په خبره، په "پاکستان جمهوري تحريک کې موږ د ولس مسلو ختمولو، د بيان ازادۍ لپاره د کار او په ملک کې د جمهوري اقدارو د ساتنې تر څنګ د پارليمان پر لاسبریتوب يوه خوله یو."

نوموړي زیاته کړه چې د پي ډي اېم مشرانو غونډه کېدونکې ده. د مرکزي کمېټې غړي هم سره کښېني. که د چا کومه" اندېښنه وي، هلته به ختمه شي."

د پاکستان انتخاباتو خپلواک کمیشن د ۲۰۱۸ز کال هغه ټاکنې شفافې اعلان کړې وي چې په نتيجه کې یې تحريک انصاف بریالی او عمران خان وزیراعظم شو. خو اپوزیشن ګوندونه یې د پوځ غوره کړی يا سيليکټيډ بولي.

حکومت دريځ لري چې د اپوزیشن سیاستوالو رايوځای کېدل د دې لپاره دي چې د درغليو په کیسونو کې ځانونه له سزاوو بچ کړي.

د بحري امورو وفاقي وزیر علي زیدي د نومبر په ۱۲مه په کراچۍ کې خبريالانو ته د پاکستان جمهوري تحريک بې اتفاقه او ناکامه وباله او زیاتوي چې د دوی حکومت نه ختميږي: "زموږ د حکومت په لومړۍ ورځ هم دوی ویل چې دا حکومت به پاتې نه شي. خو دا دی دوه نيم کاله وشول. زه درته ووايم چې حکومت هيچرته نه ځي. دا اوس چې اپوزیشن والا راغونډ شوي دي، دا په خپل منځ کې سره وران دي. دا تحريک د درغليوو په کېسونو کې د پلرونو د بچ کولو تحريک دی."

پاکستان جمهوري تحريک د تحريک انصاف حکومت په خلاف په ګوجرانواله، کراچۍ او کوټه کې لويې جلسې کړې او په نورو ښارونو کې یې هم د همدغسې کولو اعلان کړی دی.

دوی د وزیراعظم استعفا غواړي او په سياست کې د پوځ پر لاسوهنه نيوکې لري.

پوځ په بيا بيا دا تور رد کړی او وايي يوازې د امنيتي مسايلو د حل لپاره له حکومت سره مرسته کوي او په ملکي چارو کې ګوتې نه وهي.

XS
SM
MD
LG