د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېڅوک د وطن پالنې او غدارۍ سندونه نشي وېشلی: اپوزیشن ګوندونه


پي ډي اېم خپله دریمه جلسه د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې وکړه.

په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو ټلواله پاکستان ډیموکرېټېک موومېنټ وايي د عمران خان حکومت قانوني حیثیت نه لري او که د هغوی غوښتنې ونه منل شوې نو له پارلېمانه د استعفی ورکولو لاره هم په مخکې لري.

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمن د اکتوبر پر ۳۱مه، په لاهور کې د مسلم ليګ (ن) له مشرانو سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وويل، په ملک کې هيچا ته دا حق نېشته چې د غدارۍ سندونه تقسيم کړي:

"د اختلافاتو حدود پکار دي. موږ د اختلاف رای حق لرو. له رايې سره اختلاف مو د اصولو په بنياد کړی دی او کوو به يې خو هېچا ته دا حق نشو ورکولی چې هغوی دې راته د وطن پالنې سرټیفیکیټ راکړي. زما په خيال دا د قيامت علامت دی چې مسلم ليګيان غدار ګرځول شوي دي."

نوموړي وويل چې د غدارۍ تشريح لپاره د حمود الرحمن کمېشن راپور دې مخي ته راوړل شي. د مولانا په خبره په معاشي توګه هېواد ديواليه شوی دی. هغه وړاندې وویل، د ایین مطابق د ملک نظام چلول غواړي او په دې کې هېڅ ډول مداخله نه شي زغملی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په ۲۸مه د پاکستان مسلم ليګ (ن) يو مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر ایاز صادق په قامي اسمبلۍ کې په خپلو څرګندونو کې ويلي ول چې پاکستان ځکه هندی پیلوټ ابي نندن خوشې کړی وو چې د هند له خوا پر پاکستان د حملو وېره وه. خو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې مشر مېجر جنرل بابر یې په ځواب کې وويل چې حکومت دا پرېکړه د امن په موخه کړې وه.

د ایاز صادق دغه بیان په پاکستان او هند کې پر میډیا او ټولنیزو رسنیوتاوده بحثونه پارولي دي.
اياز صادق هم په یو بیان کې ویلي، هيچا ته دا حق نشته چې بل ته غدار ووايي. نوموړی وايي، هغه یو ذمه وار کس دی او کله یې هم غير ذمه واره بيان نه دی ورکړي:

"ما سره ډير رازونه دي. ما په قامي اسمبلۍ کې د ملي دفاع د کميټۍ مشري کړې. ما کله هم غيرذمه واره بيان نه دی ورکړی او نه به ورکومه. موږ سياسي خلک يو او خپلو سياسي مخالفانو پرضد به بيانونه ورکوو او په راتلونکو ورځو کې به هم د سياسي مخالفينو پر ضد بيانونه ورکوو."


بلخوا وفاقي وزير شېخ رشيد د اکتوبر پر ۳۱مه، په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وويل چې اپوزیشن جماعتونه بايد د ذمه وارۍ مظاهره وکړي او له داسي بيانونو ورکولو دې ډډه وکړي چې په ملک کې ګډوډی رامنځ ته کوي.

د اپوزیشن ګوندونو ایتلاف، تر اوسه د حکومت پر ضد درې جلسې کړې دي.

په دې ایتلاف کې ۱۱ ګوندونه شامل دي چې د پاکستان پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ (ن)، عوامي نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او د جمیعت علمای اسلا (ف) نومونه پکې د یادولو وړ دي.

پي ډي اېم د اکتوبر پر ۱۶مه په ګوجرانواله، د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ او د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې د حکومت خلاف پراخې مظاهرې وکړې.

په دغو مظاهرو کې دوی تورونه لګوي چې د عمران خان حکومت قانوني حیثیت نه لري ځکه چې د دوی په وینا د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

خو بل پلو، د تحریک انصاف مشران دا تورونه ردوي، هغوی وايي، انتخابات پاک او شفاف وو او د اپوزیشن مشران د احتساب د قامي ادارې (نیب) له وېرې مظاهرې کوي.

XS
SM
MD
LG