د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي مشر نوم اخېستل هېڅ جرم نه دی: مولانا فضل الرحمن


د پاکستان ډموکراټیک مومنټ مشر مولانا فضل الرحمن
د پاکستان ډموکراټیک مومنټ مشر مولانا فضل الرحمن

په اسلام آباد کې د نومبر پر اتمه (اتوار) پاکستان ډموکراټیک مومنټ پرېکړه کړې چې د نومبر پر ۱۳مه او ۱۴مه به یوه مشترکه لوظنامه جوړوي او د حکومت پرضد به خپل تحریک نور هم منظموي.

د پي ډي اېم مشرانو له غونډې پس د غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن خبري کانفرنس ته وویل چې د یوولسو مخالفو ګوندونو ډېری مشران خپله راغلي ول او مسلیم لیګ ن رهبر نواز شریف او د پاکستان پیپلز ګوند شریک چېرمېن او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د ویډیو لنک له لارې په غونډه کې ګډون وکړو او د هېواد د سیاسي صورتحال او د تحریک د راروانو جلسو جلوسونو جاج واخېستل شو.

مولانا فضل الرحمان وايي، په غونډه کې د حکومت رانسکورولو لپاره فیصله وشوه او د خپل تحریک د لا منظمولو لپاره به د نومبر پر دیارلسمه او څوارلسمه دوې نورې غونډې رابلل کېږي چې پکې به یو مشترکه لوظنامې ته حتمي شکل ورکوي. ''د پي ډي اېم اصل هدف په پاکستان کې د حقیقي آئیني او جمهوري نظام بحالي ده، د دې لپاره پر یوه میثاق اتفاق وشو، په دیارلسم نومبر به د کاري ډلې (سټیرنګ کمیټۍ) اجلاس وي او ټول ګوندونه به د مشترکه لوطنانې لپاره خپل وړاندیزونه ورکوي او د ټولو د وړاندیزونو په رڼا کې به یو متفقه لوظنامه جوړېږي او هم په اسلام آباد کې په څوارلسم نومبر به بیا د سربراهانو په کچه په اجلاس کې به د سټېرنګ کمیټۍ سپارښتونو ته حتمي شکل ورکوي.''

د مولانا فضل الرحمان نه د پيپلز ګوند د مشر بلاول بوټو د یوې وروستۍ مرکې په باب پوښتنه وشوه چې په جلسو جلوسونو کې د اسټبلشمنټ د ټکې په کارولو یا نېِغ په نېغه د پوځي مشرانو د نومونه اخستلو په اړه د مسلیم لیګ ن او پیپلز ګوند ترمېنځ د راپورته شوي اختلاف په اړه څه وشو نو په ځواب کې هغه وویل: ''دا هېڅ مسئله نه ده، ستاسو رسنیو له دې نه مسئله جوړه کړي ده، ټول په دې ښه پوهېږي چې کله اسټبلشمنټ یادیږي نو ددې نه مراد څوک وي؟ نو څوک یې په واضحه ډول او څوک یې په غېر واضح ډول یادوی نو دا خو هیڅ مسئله نه ده، موږ د ادارو احترام کوو خو که په سیاستدانانو کې د یو تن نوم یا د وزیر اعظم یا د صدر نوم اخستل کیدای شي نو د ادارې د یو تن نوم اخېستل هېڅ د جرم خبره نه ده.''

مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې په غونډه کې د کراچۍ له جلسې وروستو د کېپټن صفدر د نیولو لپاره پر پولیسو د فشار اچولو هم غندنه وشوه او د داخله چارو د وزیر اعجاز شاه د یو بیان هم په غونډه کې غندنه وشوه. مولانا فضل الرحمان زیاته کړه که د پي ډېم په جلسو کې څه بده پېښه رامخي ته شوه یا یو سیاستوال ووژل شو نو ذمه واري به یې په حکومت او په ادارو وي: ''په غونډه کې د هېواد د وزیرداخله اعجاز شاه په هغه بیان هم احتجاج وشو، چې پکې یو اړخ ته هغه دا منلي وه چې ولې په تېرو وختونو کې د عوامي نېشنل پارټۍ مشران او کارکنان وژل شوي ول او بل اړخ ته یې مسلم لیګ ن ته دهړکه ورکړې ده که هغوی داسې کوي نو په راتلونکې وخت کې به د هغوی خلک هم وژل کېږي، نو که څه هم سانحه وشوه، یا د پي ډي ایم په جلسو کې څه پېښه وشوه نو هم دوی به یې ذمه وار وي.''

د سپټمبر په شلمه د پاکستان پېپلز ګوند لخوا په رابلل شوي ګڼ ګوندیزه غونډه کې د موجوده حکومت پرضد دپاکستان جمهوري تحریک د پیلولو اعلان شوی وو او له هغه وروستو په بېلابېلو جلسو کې د حکومت، ادارو او مخالف ګوندونو د ایتلاف ترمنځ تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی. د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او وفاقي وزیرانو په بیا بیا ویلي دي چې د حزب اختلاف د ګوندونو مشران ځان د احتساب د عمل نه د بچ کولو لپاره رايوځای شوي دي او په جلسو جلوسونو کې د هېواد د پوځ او نورو ادارو پرضد په خبرو کولو سره دا ګوندونه د هېواد د دښمنانو په ایجنډا روان دي خو د پاکستان جمهوري تحریک مشران وايي، دوی دا موجوده حکومت رانسکورول غواړي او په هېواد کې د نويو انتخاباتو ترڅنګ د حکومت او حزب اختلاف لپاره یو شان د احتساب نظام جوړول غواړي.

په کراچۍ، ګوجرانواله او کوټه کې له جلوسو وروستو د نومبر پر دوویشتمه نېټه اوس مهال په پېښور کې د ټاکلې جلسې لپاره تیاریانې رواني دي او په دغه اړه نن د نومبر پر نهمه نېټه په باچاخان مرکز پېښور کې د پاکستان جمهوري تحریک د ځايي مشرانو غونډه رابلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG