د لاسرسي ځای

تازه خبر

کيپټن صفدر: ووټ ته د عزت ورکولو له نعرې نه اوړم


کيپټن محمد صفدر د خپلې مېرمن، مريم نواز سره
کيپټن محمد صفدر د خپلې مېرمن، مريم نواز سره

نوموړي د اکتوبر په ۲۰مه په لاهور کې د خبرو په مهال وويل چې په پاکستان کې بايد د جمهوريت درناوی وشي او په دې کې هيڅ بده خبره نشته چې څوک جمهوريت ته د درناوي خبره وکړي. هغه زیاته کړه: ((د اکتوبر په ۱۸مه موږ د جمهوريت لپاره په کراچۍ کې جلسه درلوده. اوس به هر کال په دې تاريخ زه کراچۍ ته ځم او د قايد پر مزار به د جمهوريت لپاره غږ پورته کوم.))

کيپټن صفدر د اکتوبر په ۱۹مه په کراچۍ کې تر هغې وروسته ونيول شو چې نوموړي په دغه ښار کې د پاکستان د بنسټګر، محمد علي جناح پر قبر ځينې شعارونه ورکړل. پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو چلېږي چې پکې کېپټن صفدر د جناح پر قبرنارې وهي چې د ووټ درناوی وکړئ، مادر ملت زنده باد او ایوبي امریت مرده باده.

تر دې وروسته د نوموړي مېرمن او د مسلم ليګ (ن) مرستیالې مشرې، مريم نواز په کراچۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې پولیس د دوی د هوټل کوټې ته په زور ورننوتل او کيپټن صفدر یې ونيو.

محمد صفدر د اکتوبر په ۱۹مه په ضمانت له زندانه خوشي شو. د سند حکومت ويلي چې دوی په دې اړه تحقیقات کوي چې پولیسو هغه د چا په حکم نيولی دی. په سند کې د پيپلز پارټۍ حکومت دی چې د مسلم ليګ (ن) او ځينو نورو ګوندونو سره په شريک د پاکستان جمهوري تحريک تر چتر لاندې د وزیراعظم عمران خان د ليري کولو کوښښ‌کوي.

د اکتوبر په اتلسمه، د پاکستان جمهوري تحريک تر چتر لاندې، ځينو اپوزیشن ګوندونو په کراچۍ کې د تحريک انصاف حکومت خلاف جلسه وکړه. دا جلسه چې د شپې تر ناوخته پورې روانه وه پکې د وزیراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه تکرار کړه. دوی ادعا وکړه چې تحريک انصاف حکومت په درغليوو راغلی او د امنيتي ادارو لاسپوڅی دی.

د پاکستان د ټاکنو کمېشن د ۲۰۱۸ کال ټاکنې شفافې اعلان کړې دي. د دې ټاکنو په نتيجه کې منځته راغلی، د تحريک انصاف حکومت دريځ لري چې اپوزیشن د درغليوو په کېسونو کې ځان له سزا بچ کولو لپاره شور کوي او د استعفا غوښتنې یې بې ځايه دي. پوځ هم خپل دا دريځ بيا بيا تکرار کړی چې دوی په سیاست کې ګوتې نه وهي او د ملکي حکومت سره د يوې ادارې په توګه همکاري کوي.

مريم نواز د اکتوبر په ۱۹مه په کراچۍ کې د پاکستان جمهوري تحريک د مشر، مولانا فضل الرحمن سره يو ځای په يوه خبري غونډه کې وويل چې د کيپټن صفدر نيول د دوی د تحريک ناکامولو هڅه ده. خو بیا په پېښور پریس کلب کې په همدغه ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د نواز شریف د زوم د نیولو د ګام دفاع کړي. هغه ویلي دي چې په مزار کې دننه سیاسي شور یو غېر مناسب عمل دی او دا نشي زغملی چې د مشرانو له مزاره یې یو سیاسي ځای جوړ کړل شي.

اپوزیشن د وزیراعظم عمران خان استعفا غوښتنه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00

XS
SM
MD
LG