د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خپله سرکاره هېر په سعودي کې ګېر پښتانه کارګران


په سعودي عرب کې مېشت پښتانه
په سعودي عرب کې مېشت پښتانه

پېښور:- د کورونا وایرس د خپرېدلو مخنیوي لپاره د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د ټولبند له کبله کارکوونکي پښتانه هم ډېر متاثره کړي دي.

په سعودي عرب کې مېشت یو پښتون فعال او د عوامي نېشنل ګوند د سعودي عرب مشر ډاکټر مزمل شاه د جون په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل په دغه هېواد کې په تېرو درېو میاشتو کې ګڼ پښتانه بې روزګاره شوي دي او زیاترو ته کورونا وایرس شوی دی، چې پکې له دوی سره تر ۵۰ پورې د مړو شوو کسانو کاغذونه دي، او په زرګونه نور بې روزګاره شوي دي چې دا وخت خپل وطن ته د بېرته تګ په انتظار دي.

کورونا وایرس په سعودي کې د پښتنو په زیاترو دېرو کې خلکو ته شوی دې


ډاکټر مزمل شاه چې په ریاض ښار کې اوسیږي وایي په دغه هېواد کې د کرونا وایرس د وبایي صورتحال له وجې زرګونه پښتانه په خپلو دېرو کې ناست دي. نوموړی وایي خو دوی لومړی کوشش کوي چې د هغو ټولو مړو شوو کاغذي کاروایي زر تر زره پوره کړي او د پاکستان حکومت د پي ای اې د خصوصي پروازونو له لارې یې خپل وطن ته یوسي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې ډاکټر مزمل شاه وویل: ''دا وخت د ۲۰ مړو شوو پښتنو کاغذونه پوره شوي دي په جهاز کې د ۲۵ مړیو د وړلو ځای وي، نو موږ کوشش کوو چې زر تر زره د پنځو نورو کاغذونه هم پوره کړو، په ریاض کې د پاکستان سفارت سره هم په رابطه کې یو، چې دا شان دا مړي زر تر زره خپلو سیمو ته واستوو.''

په سعودي کې ډېری پښتانه خپل وطن ته د تلو په انتظار دي


ډاکټر مزمل شاه وویل په دغو مړو شوو کې داسې کسان هم دي چې ځینې د کورونا وایرس له وجې مړه شوي دي او ځینې د زړه د دورې او یا نورو ناروغیو له وجې په دې تېرو دریو میاشتو کې مړه شوي دي.

په ریاض ښار کې مېشت یو بل پښتون یونس حبیب چې پخپله هم کورونا شوی وو، وایي زیاتره پښتانه په دېرو کې یو ځای اوسیږي نو ځکه دغه وایرس له یو نه بل ته شوی دی: ''دا وایرس په سعودي کې د پښتنو په زیاترو دېرو کې خلکو ته شوی دې، ما سره ۱۵ کسان کار کوي، موږ ټول د دې وایرس نه تېر شو. چا سخته ناروغي تېره کړه او څوک ترې زر ښه شو.''

په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ګوندونه په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او نورو بهرني هېوادونو کې د اوسېدونکو پښتنو د ستونزو په نه هوارولو باندې د حکومت خلاف لاریونونه هم کړي دي. دوی وايي، په بهرنیو هېوادونو کي کارګران پاکستان ته په اربونو ډالره زرمبادله رالېږي او اوس چې هغوی په ستونزو کې ګېر دي نو له خپله سرکاره هم هېر دي.

دلته په سعودي کې د پښتونخوا ډېر خلک په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي او په لسګونو په کې مړه هم دي، د دې خلکو خپل هېواد ته د تلو ستونزه زر حل کولو غواړي، یوازې د پي ای اې الوتکو د لارې دا ستونزه نه حل کېږي
هدایت خان


په پېښور کې د جون پر دویمه نېټه د یو خبري کانفرنس وروسته د جماعت اسلامي صوبايي امیر او سېنېټر مشتاق احمد خان مشال راډیو ته وويل چې په بهر هېوادونو کې کارکوونکي خلک له سختو کړاوونو سره مخامخ دي او حکومت دې هغوی د بېلا بېلو ستونزو حل کولو لپاره کوټلې تګلاره جوړه کړي.

"په بهر هېوادونو کې تر یو کروړو پورې پاکستانیان کار روزګار کوي او دوی به شاوخوا د ۲۴ اربو ډالرو زر مبادله پاکستان ته رالېږله، خو د افسوس وړ خبره دا ده چې حکومت دوی د کورونا وبا او ټولبند په دې مصېبت کې هېر کړي دي او له دوی سره څه مرسته نه کوي، د بهر مېشتو پاکستانیانو د راستنولو دا مسله د پي ای اې د خسارې ختمولو لپاره نه ده کارول پکار، د پېښور باچاخان هوايي ډګر یوازي د پي ای اې لپاره نه بلکې د نورو ټولو هوايي شرکتونو د الوتکو راتګ لپاره خلاصول پکار دي چې د بهر مېشته پاکستانیانو د راستنولو او هغوی ته په ارزانه بیغه د ټکټونو ورکول یقیني شي."

په دې اړه د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا سیکتر سردار حسېن بابک وايي، تر ټولو لومړی د بهر میشتو پښتنو خپل وطن ته د راستنولو ستونزه حل کول غواړي.

"په بهر هېوادونو کې د ټولبند له کبله خلکو کارونه روزګارونه متاثره شوي دي، له خلکو سره په ډېرو کې د خوراک څښاک د انتظمام لپاره پېسې هم نه شته، او په هغوی خپل هېواد ته د راستنېدلو په وخت ګران ټېکټون خرڅول کېږي، د څلور نیمو سوو درهمو د پي ای اې الوتکې ټکټ دا وخت درې زره درهمو ته ورسېدلو او هغه هم په سفارښتنه میلاوېږي، مړو ، ناروغانو او بوډاګانو ته په دې مشکل وخت کي تر ټولو اول د الوتکو ټکټونه ورکول پکار دي."

د سیاسي ګوندونو د مشرانو د نیوکو په لړ کې مې په خېبر پښتونخوا کي د محنت کشو او د صنعتونو د صوبايي وزیر شوکت یوسفزي پوښتنه وکړه نو په ځواب کې هغه وویل چې حکومت د بهر مېشته پاکستانیانو په ستونزه خبر دې او خپل وطن ته د راستنولو لپاره یې د پي ای اې الوتکو خصوصي پروازونه پېل کړي دی.

"سیاستوال په بهر هېوادونو کې د کار روزګار کوونکو پاکستانیانو په ستونزه سیاست کوي، د صوبې اعلا وزیر محمود خان د وړاندې دا ستونزه د هېواد وزیر اعظم عمران خان سره شریکه کړې وه او وزیر اعظم بیا په باچاخان هوايي ډګر او نورو هوايي ډګرونو د پروازونو اجازه ورکړېوه، د پي آی اې د خصوصي الوتکو له لارې د خلیجي هېوادونو نه د پروازونو راتګ دوام لري، دې اونۍ کې به هم درې پروازونه رارسي، هڅه کوو د الوتکو او پروازونو شمېره نوره هم زیاته کړو".

بلخوا په سعودي عربستان کې د اوسېدونکو د یوې ټولنې مشر هدایت خان وايي، یوازې په خصوصي پروازونو د بې روزګاره شويو خلکو ستونزه نه حل کېږي او پکار ده حکومت د هغوی ستونزو حل کولو لپاره نور ګامونه هم پورته کړي او د خصوصي پروازونو ترڅنګ نورو هوايي شرکتونو ته هم اجازه ورکول پکار ده:

"د کورونا وبا له کبله په سعودي عرب کې صورتحال ډېر خراب دې، او په روغتونونو او سرد خانو کې د مړو په ځای کولو کې هم ستونزه ده، دلته د پښتونخوا ډېر خلک په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي او په لسګونو پکې مړه هم دي، د دې خلکو خپل هېواد ته د تلو ستونزه زر حل کولو غواړي، یوازې د پي ای اې په الوتکودا ستونزه نه هوارېږي، او بله دا چې حکومت دي په پاکستان کې د هغه کسانو له کورنو سره مالي مرستي وکړي کوم چې په بهرنيو هېوادونو کې بې روزګاره شوي دي."

د بهر مېشتو پاکستانیانو د وزارت د وېب پاڼې ترمخه په سعودي کې نږدې ۲۶ لکه پاکستیانیان بېلا بېل کارونه او مزدورۍ کوي.

په سعودي عرب کې کارکونکیو پاکستانیانو د شمېرې ۷۰ فېصده پښتانه دي


د خیبر پښتونخوا د تحریک انصاف ګوند د هاوسنګ صوبایي وزیر امجد علي وایي په سعودي کې زیاتره پښتانه له ملاکنډ سره تعلق لري او پر دغه مسله د صوبې وزیراعلا له وزیراعظم سره هم خبرې کړي دي:

''په سعودي عرب کې کارکونکیو پاکستانیانو د شمېرې ۷۰ فېصده پښتانه دي، موږ ته مالومه ده چې ټکټونه ګران دي ، دغه یوه مسله ده، ځکه چې د دې طرف نه جهاز خالي ځي او د هغه اړخ نه هم مسافر له یو بل نه فاصله ساتي، خو کوشش کوو چې په سعودي کې ګېر پښتانه زر تر زره واپس راولو.''

په بهر ملکونو کې د مېشتو پاکستانیانو لپاره د وزیراعظم عمران خان خصوصي سلاکار سیدزلفي بخاري د جون په لومړۍ نېټه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سعودي عرب او خاص کې د ریاض ښار نه د پاکستانیانو د راوستلو په اړه یې د پروازونو شمېره دوه چنده کړې،او لویې خصوصي الوتکې لیږي چې د سعودي نه د پاکستانیانو مړي خپل وطن ته راوړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG