د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر خلک وايي ، حکومت دې د دوي بهر مېشتي خپلوان ستانه کړي‌


د پاکستان هوايي چلند ادارې الوتکه
د پاکستان هوايي چلند ادارې الوتکه

خیبر – د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر یو شمېر اوسېدونکو او فعالانو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان حکومت دې د دوي‌ د سیمې هغه خلک ملک ته ستانه کړي‌ چې په نورو ملکونو کې مېشت دي.

دوي وايي ، د کورونا وایرس له کبله د رامنځ ته شوي صورتحال په نتیجه کې د دوي د سیمې په سلګونه وګړي په عرب هیوادونو کې له کړاونو سره مخامخ دي.

دوي تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت دا وګړي له پامه غورځولي دي په کوم کې چې د دوي په وینا ځینې ناروغه شوي او مړه شوي هم دي.

هم دا بهر مېشتې خلک د پاکستان د اقتصاد په ښه کولو کې لوی لاس لري. 
خلیل اپرېدی

د باړې شلوبر قوم خلیل اپریدي مشال راډيو ته وویل ، “ورور مې د کورونا وایرس د وبا او ټولبند له امله په کویت کې ګیر دی ، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی ، حکومت ته پکار ده چې پاکستان ته یې راستون کړي.”

ده وویل چې ورور یې د ټولبند له کبله بې روزګاره شوی دی او اوس یې کورنۍ د خوراک څښاک د سامان له کمي سره هم مخامخ شوې ده.

خلیل اپرېدي غوښتنه وکړه چې حکومت باید د ده د ورور په ګډون له ټولو بهرمیشتو پاکستانیو وګړو سره مالي‌ او نورې مرستې وکړي‌ چې خپل ملک ته ستانه شي.

د خیبر یو ټولنیز فعال زاهدالله اپریدي مشال راډیو ته وویل چې پاکستانيو سفارتخانو او د بهرنیو چارو دفتر مسافر له پامه غورځولي دي.

نوموړي وویل چې د قمبر خیلو یو تن هلته په کویت کې مړ شوی وو او لا وارثه یې ښخ کړی وو.

ده زیاته کړه ، “حکومت چې کله ډيمونه جوړوي نو دې بهر میشتو پاکستاني وګړو نه چندې غواړي خو چې په هغوي اوس تکلیف راغلی نو څوک یی غم نه خوري.”

د خلیل اپرېدي په وینا ، هم دا بهر مېشتې خلک د پاکستان د اقتصاد په ښه کولو کې لوی لاس لري.

د واکمن تحریک انصاف ګوند مخکښ او د سرحدي او قبایلي امورو کمیټۍ پارلیماني سیکرټري اقبال اپریدي مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه یې پر بېلا بېلو ځایونو غږ پورته کړی دی.

ده وویل ، “ما د وزیر اعظم سلا کار زلفي بخاري سره هم پرې خبرې کړې دي، د مالي مرستې غوښتنه مو هم ترې کړې او د مړو شوو کسانو راوړلو غوښتنه مو هم ترې کړې ده.”

اقبال اپرېدي زیاته کړه چې د قبایلو په ګډون یې د ټولو پاکستانيو وګړو لپاره سفارتخانو ته لیکونه او فهرستونه هم لېږلي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د یو شمېر نورو سیمو خلکو هم پر دې احتجاج کړی دی چې حکومت یې د سیمې بهر مېشتي خلک له پامه غورځولي دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف وفاقي حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د یو مهال وېش او طریقه کار له مخې ټول بهرمېشتي پاکستاني وګړي ستنوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG