د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په عرب اماراتو کې بې روزګاره شوي مسافر په بد حالت کې دي"


د دوبۍ د برج الخلیفه ودانۍ عکس
د دوبۍ د برج الخلیفه ودانۍ عکس

پراګ - د پاکستان حکومت د کورونا وایرس له کبله متاثره شوي بهر مېشتي پاکستاني وګړي یې یوازې نه دي پرېښي بلکې د هغوي ستنولو لپاره یې پوره منصوبه بندي کړې ده.

خو په متحده عرب اماراتو کې مېشت یو شمېر پاکستاني وګړي‌ وايي ، حکومت چې څنګه اعلانونه کوي‌ هغسې کار نه کوي.

په دوبۍ کې مېشت د وزیرستان حسېن هرمز وايي د پاکستان کونسلګرۍ ته یې ‌د الوتکې د ټکټ درخواست ورکړی دی خو لا یې هم هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ده وویل ، "نژدې یوه میاشت وشوه چې د پاکستان په کونسلګرۍ کې مې د جهاز د ټکټ لپاره فارم ډک کړی وو او د کونسلېټ چارواکو راته وویل چې موږ به ټلیفون درته کوو خو تر اوسه یې لا نه دی راته کړی."

حسېن هرمز وايي ، هلته زیاتره کسان داسې دي چې د کورونا وایرس ټولبند بې روزګاره کړي دي او اوس بې امدنه ژوند کوي.

د چین په ووهان کې د بندي‌ زده کوونکو خپلوانو هم احتجاج کړی وو
د چین په ووهان کې د بندي‌ زده کوونکو خپلوانو هم احتجاج کړی وو

هرمز زیاته کړه چې ، "۹۰ فیصده مسافر داسې دي چې کار یې ختم شوی دی او اوس په دېرو کې ناست دي ، خوارک څښاک له ځانه کوي ، د کور کرایې له ځانه ورکوي او چې ناروغ شي په خپله علاج کوي او مسافر په ډېر ستونزو کې دي."

په ابوظبهۍ کې مېشت شهباز ستریاڼی وايي دوي ته ښکاري چې د پاکستان حکومت په متحده عرب اماراتو کې د ګیر شوو پاکستانیو وګړو په مرسته کولو کې سنجیده نه دی.

ستریاڼي وویل ، " دلته خلک اوس بې روزګاره شوي‌ دي‌ او هغوي‌ اوس کور ته تګ غواړي او دا هغه خلک دي چې دلته یې مزدورۍ کړې دي‌ او پېسې یې پاکستان ته لېږلې دي‌ او په هغه د پاکستان د ټیکس نظام روان دی نو په کار ده چې د پاکستان حکومت دې خلکو ته په سمه سترګه وګوري."

د پاکستان په سېنټ کې د بهر مېشتو پاکستانیو وګړو په اړه د کمېټۍ مشر سېنېټر هلال الرحمان د مې پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د دفترونو د بندېدو له کبله له دوي سره هیڅ معلومات نشته چې څومره خلک ستانه شوي او څومره لا پاتې دي.

نوموړي وویل ، "ټول اختیارات یې له دې ځایه اخیستي او سفارتونو ته یې ورکړي‌ دي‌ او اوس هغوی دا پرېکړې کوي‌ چې کومو مسافرو ته لومړیتوب ورکړي‌ او کومو ته یې ورنکړي. په دوبۍ کې شاوخوا یو لاک کسانو د جهاز د ټکټ درخواست ورکړی دی، په دې کې ځینې هغه دي‌ چې اختر ته کور ته تګ غواړي‌ او نور هغه دي چې د لاک ډاون له کبله بې روزګار شوي‌ دي."

د پاکستاني وزیراعظم له سلا کار معید یوسف څخه مې وپوښتل چې په متحده عرب اماراتو کې د بندو پاکستانیو وګړو دا شکایت تر کومه حده پر ځای دی چې حکومت دوي‌ له پامه غورځولي دي؟

معید یوسف
معید یوسف

هغه وویل د دې پوښتنې ځواب د کورونا وایرس په اړه په ځانګړې ویب پاڼه کې ورکړل شوی دی.

معید یوسف زیاته کړه چې ، "په دې ویب پاڼه کې د پروازونو برخې ته ورشی او هلته د ټولو پروازونو جاج واخلی او هلته به تاسو ته د دې خلکو د پوښتنې ځواب شاید په لاس درشي او دا به درته معلومه شي چې موږ دا خلک له پامه غورځولي دي‌ او که نه؟"

خو د کورنا وایرس په اړه د پاکستان پر دې رسمي‌ ویب پاڼه ورکړل شوي معلومات ښيي چې د مارچ له ۲۱ د مې تر ۱۸ په نژدې دوو میاشتو کې پاکستان د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې د بند پاتې کسانو را اېستلو لپاره ټول ۱۹۲ پروازونه کړي دي.

په دې پروازونو کې ۶۵ متحده عرب اماراتو ته لېږل شوي چې په مجموعي‌ توګه یې د مې تر ۱۸مې ۱۲۴۳۲ کسان را اېستلي دي.

په متحده عرب اماراتو کې مو د پاکستان له سفیر غلام دستګیر څخه وپوښتل چې هلته بې روزګاره شوي‌ پاکستاني‌ وګړي‌ به تر کله ستانه کړل شي نو هغه وویل چې دا لړې په ورو ورو روانه ده خو نور معلومات یې ورنکړل.

غلام دستګیر وویل ، "چې څنګه څنګه په ورو ورو پروازونه راځي‌ نو هغوي روان دي ، شاوخوا ۷۰ ، ۸۰ زره کسان تلل غواړي نو څرګنده خبره ده چې پر خپل خپل نوبت به ځي."

چې کوم خلک پاکستان ته ستانه شوي دي په هغوي کې هم یو شمېر داسې دي چې د حکومت له چلند او کړنو سر ټکوي.

د صوابۍ بلال یوسفزی یو له هغو کسانو دی چې د اپرېل پر ۲۴مه پاکستان ته ستون شوی وو.

هغه مشال راډیو ته وویل چې ورور یې د عامې ناروغۍ له کبله په دوبۍ کې مړ شوی وو نو د هغه د مړي په ستنولو کې یې سختې ستونزې ګاللې دي.

ده وویل ، "پنځه ورځې پر دفترونو وګرځېدم خود پاکستان حکومتي‌ چارواکو راسره هیڅ مرسته ونکړه او بیا مې یوه او بل ته خواستونه وکړل چې د ورور مړي‌ او ځان لپاره ټکټ واخلم. کوم ټکټ چې پخوا په اته سوه یا زر درهمه وو او هغه ټکټ مې په ۲۲ سوه درهمه واخیست."

بلال یوسفزی په الوتکه کې
بلال یوسفزی په الوتکه کې

بلال یوسفزي‌ وویل چې د ده د کړاونو سلسله په متحده عرب اماراتو کې ختمه نه شوه بلکې په پاکستان کې د ورور جنازې ته هم پرېنښودل شو.

هغه زیاته کړه چې ، "ما ورته وویل چې تاسو ما پرېږدی او چې څومره خرڅ راځي هغه زه په خپله کوم جنازې ته ځم او بیرته درته راځم او د کورونا ټیسټ مې هم کړی وو هغه یې نه مانی او زه یې جنازې ته پرنښوم."

له ۱۹۷۵م کاله راهسې په متحده عرب اماراتو کې مېشت فضل رازق جدون وايي‌ هلته زیاتره پښتانه د تعلیم نه درلودلو له کبله په ډېر سخت حالت کې مزدورۍ او ژوند کوي.

جدون وویل ، "په اماراتو کې شاوخوا اووه لکه پښتانه دي چې زیاتره یې ورځنۍ مزدوري‌ کوي‌ یا ډرایوران دي. د ویزې لپاره هم په وطن کې له یوه او بله پېسې په پور واخلي‌ چې اماراتو ته راشي‌ نو زیاتره یې لومړی دیاړي کوي‌ او یا نور پښتانه مرسته ورسره وکړي‌ او ډرایوري‌ پیل کړي. خو اوس حالت تر پخوا ښه شوی دی او ډېر پښتانه ښې نوکرۍ او کاروبارونه هم لري."

د ۲۰۱۹م کال په پای کې د چین له ووهان ښار څخه پیل شوي‌ کورونا وایرس تر اوسه د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې نه یوازې تر درې لاکه زیاته خلک وژلي‌ او نژدې پنځه میلیونه یې ناروغه کړي‌ دي بلکې په میلیونونو خلک یې بې روزګاره کړي‌ هم دي.

XS
SM
MD
LG