د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور پوهنتون دې ژر تر ژره پرانېستل شي: زده کوونکي


پېښور پوهنتون د خیبر پښتونخوا تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی چې د صوبې د بېلا بېلو برخو څخه راغلي شاوخوا ۱۶۰۰۰ هلکان او نجونې پکې لوړې زده کړې کوي.
پېښور پوهنتون د خیبر پښتونخوا تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی چې د صوبې د بېلا بېلو برخو څخه راغلي شاوخوا ۱۶۰۰۰ هلکان او نجونې پکې لوړې زده کړې کوي.

پراګ- د پېښور پوهنتون د ارټس څانګې زده کوونکو حکومت ته دړکه ورکړې چې پر انټرنېټ د زده کړو پرځای دې ورته په یوه اوونۍکې په پوهنتون کې د کلاسونو اخېستو اجازه ورکړل شي ګنې دوی به د احتجاجونو لړۍ پیل کړي.

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې زده کوونکی اصف خان په مشری زده کوونکو د انلاین کلاسونو پر ضد په ټولنیزه میډیا مهم پیل کړی دی.

اصف خان د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د پوهنتون انتظامیه یوازې د ساینس څانګې زده کوونکو ته په پوهنتون کې نېغ په نېغه زده کړې ورکوي خو د ارټس هغې ته پر انټرنېټ سبق ښودل کېږي چې له کبله یې زده کونکي له ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي وايي،"د انتظامیې له اړخه دې ته هېڅ پام نه دی شوی چې ایا د انلاین کلاسونو اخیستو لپاره له زده کوونکو سره وسایل شته او کنه. خو د دې ستونزو باوجود زده کوونکو دا هڅه کړې چې انلاین کلاسونه واخلي."

په پېښور پوهنتون کې د پښتون سټوډنس فیډریشن جنرل سیکتر ملک حسنین بیا وايي چې د انټرنېټ پرځای په پوهنتون کې د کلاسونو اخېستو په اړه یې انتظامیې سره د زده کوونکو د مسلو په اړه خبرې وکړې خو د هغوی لخوا دې ستونزو ته د پام نه کولو پرضد یې د سېپټېمبر پر ۲۱مه په پېښور کې احتجاجي مظاهره وکړه.

ده وویل،"زموږ غوښتنې دا دي چې پوهنتون او هاسټلې دې پرانېستل شي، انلاین کلاسونه دې ختم شي ځکه چې په قبایلي ضلعو کې د انټرنېټ سهولتونه نه شته. د کورونا وبا له کبله خلک متاثره شوي دي او زده کوونکو ته په فیسونو ورکولو کې مشکلات دي نو دا فیسونه دې معاف کړل شي. اوس راته انتظامیې په یوه اوونۍ کې د مشکلاتو ختمولو ویلي دي."

د پېښور پوهنتون د ارټس او هیومنټي څانګې ډین یا مشر ناصر جمال وايي چې د کورونا وبا نه د بچکېدو لپاره یې د حکومت په وینا د ارټس زده کونکو ته په پوهنتون کې د کلاسونو نه اخېستو ویلي دي او باید په داسې حالاتو کې ورسره زده کوونکي مرسته وکړي.

جمال زیاته کړه،"پېښور پوهنتون دا پریکړه پخپله نه ده کړې بلکې د پاکستان حکومت د اېچ ایس سي له لارې پوهنتونونو ته ویلي چې تعلیمي سرګرمیانې ورو ورو پیل کړی."

د پېښور پوهنتون ویاند محمد نعمان خان بیا مشال راډیو ته وویل چې د پوهنتون انتظامیې د کورونا وبا په خاطر د ټولو څانګو په مرحله واره توګه د پرانېستو پریکړه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، د ساینس زده کوونکي د لیبارټری کار هم لري نو له دې وجې یې هغوی ته پوهنتون ته د ورتګ اجازه ورکړي ده.

ده وویل، "له ساینس سره اړه د لرونکو زده کوونکو کار په لیبارټریانو کې هم وي نو دغسې دزه کوونکو ته موږ هاسټلې ورکړي دي ځکه چې هغوی تر ناوخته کار کوي او لیرو پرتو سیمو سره تعلق لري. دغسې د ارټس د څانګې د ایم ایس، ایم فیل ، پي اېچ ډي او د بي ایس پروګرام د پنځم او اووم سمیسټر کلاسونه په پوهنتون کې پیل شوي دي خو هغوی ته موږ هاسټلې نه شو ورکولای ځکه چې د لیبارټری کار یې نه شته."

د پاکستان مرکزي حکومت د سېپټېمبر پر ۱۵مه د نهم او ۱۰ ټولګيو زده کوونکو لپاره د سکولونو دروازې بېرته پرانېستې، خو په ځينو سيمو کې په زده کوونکو او استادانو کې يې د کورونا وايرس تر موندل کېدو وروسته لسګونه سکولونه بېرته وتړل شول.

محمد نعمان خان زیاتوي، د پېښور پوهنتون انتظامیه د هاسټلونو د پرانېستو اجازه له دې کبله نه ورکوي چې په هاسټلونو کې به د کورونا وبا نه د بچ کېدو لپاره پر حکومتي لارښورنې عمل درامد ګرانه شي.

په‌ پاکستان کې د کورونا وبا د مخنیوی په خاطر د مارچ له نیمايي راهیسي تعلیمي ادارې هم تړل شوې وې خو حکومت یې د روانې میاشتې له ۱۵مې څخه په دې شرط د پرانېستو اعلان وکړ چې په تعلیمي ادارو کې باید د کورونا وبا نه د بچ کېدو لپاره احتیاطي تدابیر عملي کړل شي.

XS
SM
MD
LG