د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون پرانېستلو لپاره کمپاین پیل شوی


پېښور پوهنتون د خیبر پښتونخوا تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی چې د صوبې د بېلا بېلو برخو څخه راغلي شاوخوا ۱۶۰۰۰ هلکان او نجونې پکې لوړې زده کړې کوي.
پېښور پوهنتون د خیبر پښتونخوا تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی چې د صوبې د بېلا بېلو برخو څخه راغلي شاوخوا ۱۶۰۰۰ هلکان او نجونې پکې لوړې زده کړې کوي.

د خیبر پښتونخوا د پېښور پوهنتون زده کوونکو په سوشل میډیا د "ري اوپن پشاور یونیورسټي" د هیش ټیګ لاندې یو کمپاین پیل کړی او غوښتنه کوي چې پوهنتون باید د ټولو زده کوونکو لپاره ژر تر ژره پرانېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وبا له کبله له تېرو پنځو میاشتو راهیسې په صوبه کې ټولې تعلیمي ادارې تړلې پرتې دي او حکومت د سېپټېمبر د ۱۵ مې راهیسې د تعلیمي ادارو د بیا پرانېستو اعلان کړی دی.

په پېښور پوهنتون کې د زده کوونکو د حقونو یو فعال اصف د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال رادیو ته وویل چې "انلاین زده کړې"ډېرې ستونزې لري او اوس وخت دې چې باید پوهنتون پرانېستل شي.

بلخوا په انتظامیه دننه ځینو سرچینو مشال رادیو ته ویلي چې د پوهنتون د پرانېستو په لار کې یو خنډ دا دی چې حکومت ورته لا له وایرسه د حفاظت الات او دوایانې نه دې ورکړې او پوهنتون خپله دومره وسیلې نه لري چې دغه خرڅ پوره کړي.

د پېښور پوهنتون د استادانو اتحادیې پخوای مشر ډاکټر جمیل چترالی وایي، د مالي ستونزو له کبله فیصله سازي د انتشار ښکار شوې ده.

نوموړي وایي، انتظامیه وايي، له حکومتي پالیسۍ سره سم به په مرحله واره توګه د پوهنتون بېلا بېلې برخې پرانېزي او د سېپټېمبر د ۲۱ مې نه به د ماسټرۍ تر کچې د ساینس طالب علمان خپلې زده کړې پیل کړي.

په دغه اړه د پوهنتون ویاند محمد نعمان خان وايي، د زده کوونکو سازمانونه یوازې د ساینس زده کوونکو لپاره د پوهنتون پرانېستلو پریکړه ردوي او دړکه ورکوي چې د دغې پرضد به احتجاج کوي.

په دغه اړه مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتون سټوډنټس فیډریشن صوبايي صدر جمشید وزیر وویل چې نوره د طالب علمانو د وخت بربادولو اجازه نه شي ورکولای.

د یادونې وړ ده چې پېښور پوهنتون د خیبر پښتونخوا تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی چیرته چې د صوبې د بېلا بېلو برخو څخه راغلي شاوخوا ۱۶۰۰۰ هلکان او نجونې لوړې زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG