د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پېښور پوهنتون له مالي بحران سره مخامخ دی"


پېښور پوهنتون
پېښور پوهنتون

د پيښور پوهنتون ویاند وايي، يونيورسټۍ يې له مالي مشکلاتو سره مخامخ ده.

عمران بنګش د اګست پر ۱۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې مرکزي او صوبايي حکومتونو له خوا په ورکړل شويو مالي مرستو او بودېجه کې کموالی راغلی دی.

هغه زياته کړه چې د پوهنتون کلنۍ بجټ څلور اربه روپۍ دی چې پکې یو ارب ۲۰ کروړه ريټايرډ يا تقاوت شويو ملازمينو ته د پېنشن او دوه اربه ۳۰ کروړه روپۍ د تنخواګانو په توګه ورکول کېږي.

پېښور پوهنتون بايد خپلې خرڅې کمې کړي چې په دې اړه دوی هغوي ته لارښوونې کړې دي.
خليق الرحمن

له دې حسابه له پېښور پوهنتون سره د نورو چارو لپاره د کال يوازې ۵۰۰ ملينه روپۍ پاته شي.

عمران بنګش زياتوي،

"مرکزي حکومت به هر کال ۱۲ يا ۱۳ سوه ملينه روپۍ د مرستې په توګه راکولې چې اوس پکې کال پر کال کموالی راځي."

د پوهنتون د وياند په خبره، د کورونا وايرس د خپرېدو وروسته د تعليمي ادارو د تړل کېدو له کبله سږکال په پوهنتون کې نوې داخلې او امتحانونه ونشو خو د ده په خبره دوی ته د امتحانونو لپاره ورکېدونکې ۴۰۰ ملينه روپۍ هم ترلاسه شوې نه دي.

مشال راډيو چې کله د اګست پر ۱۷مه د پېښور پوهنتون د مالي ستونزو په اړه د تعليم په برخه کې د خيبرپښتونخوا وزيراعلی سلاکار خليق الرحمن سره تماس ونيولی.

نوموړي وويل چې پوهنتون بايد خپلې خرڅې کمې کړي چې په دې اړه دوی هغوي ته لارښوونې کړې دي. البته ده زياته کړه چې پوهنتون د ۲۵۰ ملينه روپيو غوښتنه کړې ده چې پکې ۱۵۰ ملينه يې وار له مخه ورکړې او ۳۵ ملينه به ډېر ژر ورکړل شي.

مرکزي حکومت به هرکال ۱۲ يا ۱۳ سوه ملينه روپۍ د مرستې په توګه راکولې چې اوس پکې کال پر کال کموالی راځي.
عمران بنګش

د پېښور پوهنتون د مالي بحران دا ستونزه له تېرو څو کالونو راهيسې راروانه ده چې د چارواکيو او ښوونکيو اتحاديې په وينا ورځ تربله په زياتېدو دی.

د پیښور یونیورسټۍ انجنیرنګ څانګې د استادانو اتحادیې یو مشر ډاکټر صادق علي د اګست پر ۱۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د مالي ستونزو په اړه يې وار وار احتجاجونه کړي دي خو د ده په ادعا د لوړو زده کړو کميشن (هايراېجوکېشن کميشن) د دوی غوښتنې نه دې منلې.

په دې اړه مشال راډيو د کميشن چارواکيو سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو بريالۍ نشوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG