د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور پوهنتون په ځوان نسل کې د زغم کمېدو په اړه غونډه کړې


د سېپټمبر له نهمې تر ۱۱مې په دې غونډه کې د نهو ملکي او ۱۲ بهرنيو پوهنتونونو استادانو د ویډیو له لارې پر یاده موضوع مقالې او ویناوې وړاندې کړې دي.
د سېپټمبر له نهمې تر ۱۱مې په دې غونډه کې د نهو ملکي او ۱۲ بهرنيو پوهنتونونو استادانو د ویډیو له لارې پر یاده موضوع مقالې او ویناوې وړاندې کړې دي.

د پېښور پوهنتون د ټولنيزو چارو څانګې – سوشل ورک – په ځوان نسل کې د زغم او مکالمې دود پر کمېدو درې ورځنۍ نړیواله غونډه جوړه کړې وه.

د سېپټمبر له نهمې تر ۱۱مې په دې غونډه کې د نهو ملکي او ۱۲ بهرنيو پوهنتونونو استادانو د ویډیو له لارې پر یاده موضوع مقالې او ویناوې وړاندې کړې دي.

د سمر کېمپ په نامه دې غونډه کې نژدې ۱۰۰ زده کوونکو هم برخه درلوده. د زغم او مکالمې د دود پر موضوع يوې څېړونکې شګفتې ګل هم خپله مقاله وړاندې کړې وه.

نوموړې د سيپتمبر پر ۱۳مه مشال راډيو ته وویل چې په مجموعي توګه په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې تر کلونو د شخړو او سخت دريځۍ تر ماحول وروسته ځوان کهول کې د زغم رويه مخ پر کميدو ده.

خو د شګفتې ګل په وینا، دوي د نن ځوانان د راتلونکي د مشرانو په رول کې انځوروي.

دې وویل، "کله چې هم تاسو د يو مشر په اړه سوچ کوی نو هغه مشر کې به برداشت ، د يو بل احترام او د هرې رویې او رايې قبلول موجود وي."

نوموړې وویل چې دا ځوانان به په مستقبل کې د مشرۍ رول لوبوي او په فیصله سازۍ کې به برخه اخلي نو پکار دا ده چې په دوي کې د برداشت او د تنوع د قبلولو رويه وي.

شګفته ګل وايي چې له بده مرغه دامهال په ټولنه کې د پرمختګ یا جديديت د دود په موخه د شخصي محرمیت او شخصي ازادۍ خوا ته د مايله کيدو له وجې ځوان نسل د اجتماع پر ځای يوازېتوب خوا ته روان دی.

د دې په وینا، په دوي کې له يو بل سره د مکالمې دود په کميدو دی.

نوموړې د زغم په اړه وویل، "ګوره برداشت دا دی چې د بل کس خبره اورې ، ځان به پرې پوهوې، خو ضروري نه ده چې د بل يو کس خبره ومنل شي ، ځکه هغه تانه مختلف سوچ کولای شي نو زغم دا دې چې خير دی هغه يو جدا کس دی مختلف سوچ لري د هغه فکر تانه مختلف کيدای شي ، خو پر دې سربېره به د هغه مختلف سوچ لرونکي کس خبره هم اورې او په درنه سترګه به هم ورته ګورې."

د شګفتي‌ ګل په وینا، تر ټولو لویه ننګونه هم دا ده چې په تعليمي ادارو کې په خصوصي توګه او په ټولنه کې په عمومي توګه په دې اړه څوک خبرې نه کوي.

د دې سمر کېمپ یو جوړونکي او د پيښور پوهنتون د ټولنیزو چارو د څانګې استاد ډاکټر محمد ابرار مشال راډيو ته وويل چې دا مهال د پاکستان په ۱۴ پوهنتونونو کې د سوشل ورک څانګې دي خو د دوي ترمنځه د خبرو اترو او ناستې کومه وسیله نه وه نو د دې آن لاين سمر کېمپ له لارې دغه ټول دوي پر يو ځای کړي دی.

ده وویل، "یو په خلکو کې زغم ختم شوی دی او بل زموږ دا هدف وو چې څنګه انساني او ټولنيز تړون موږ د انساني خير ښېګړې لپاره کارولای شو."

ډاکټر محمد ابرار وویل چې په دې پروګرام کې ور سره هم د بهرنیو پوهنتونونو استادانو ګډون کړی او خپلې څيړنې يې وړاندې کړې وې او هم د پاکستان د نهو پوهنتونونو پروفيسرانو او مدني فعالانو خپلې مقالې وړاندې کړې.

د څيړونکې شګفتې ګل په خبره په ټولنه کې د عدم برداشت ټولنيزه وجه په کورنۍ کې دننه د مکالمې د انغرې پر غاړه د ناستې او په حجره او جومات کې د یو ځاي ناستې او خبرو اترو د دود ختمیدل هم دي.

XS
SM
MD
LG