د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ جنوبي‌وزیرستان کې د بدامنۍ ختمولو غوښتنه کړې 


پي ټي اېم د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره جلسې نه کولې (انځور: د ۲۰۱۹ز جنورۍ کې د ټانک جلسه)
پي ټي اېم د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره جلسې نه کولې (انځور: د ۲۰۱۹ز جنورۍ کې د ټانک جلسه)

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په جنوبي وزيرستان کې د هدفي وژنو او تښتونو د درولو او د امنیتي حالاتو سمولو غوښتنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو دا غوښتنه د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د غورځنګ له خوا په واڼه کې د جلسې پرمهال کړې ده.

د جنوبي‌ وزیرستان د مرکز واڼه په مرزاعالم مارکېټ سیمه کې شوې دې جلسه کې په زرګونه خلکو ګډون کړی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غونډې اعلان د سېپټېمبر پر ۱۸مه نېټه کړی وو چې هدف يې د دوي په وینا، په سيمه کې ورځ تر بلې خرابېدونکي امنيتي حالت مخنه نيول دي.

په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازي علي وزير او نورو ګډون وکړ.

علي وزير په خپله وينا کې تور پورې کړ چې د سيمې په لانجو او ستونزو کې د پاکستان د ادارو لاس دی خو هغه په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

حکومت تل دغسې تورونه رد کړي دي او وايي چې تر پوځي عملياتو وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه کړې ده.

د پاکستان پوځ وايي، په ځینو ځایونو کې یې د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی چې وسله وال فعالیتونه ونه کړای شي.

په غونډه کې دا غوښتنه هم وشوه چې په سيمه کې دې د تورو ښیښو پر ګاډو بندېز ولګول شي. د سيمې خلک وايي چې زياتره هدفي وژنې د تورو ښیښو په ګاډو کې ناست کسان کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو یو ځل بیا پر حکومت غږ وکړ چې پر امنیتي پوستو دې د خلکو ځورول بند کړي.

دوی تور پورې کړ چې په سیمه کې وسله وال له خلکو باج (بتې) اخلي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د سېپټېمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې امنیت لپاره یې اقدامات کړي ول. ده وویل، په سیمه کې د تورو ښیښو د ګاډو چلول په یو دود بدل شوي چې دوی یې پر ضد اقدامات کوي.

ده وویل، ناامني او ترهګري هغه مسله ده چې حکومت ورسره له کلونو راهیسې لاس او ګرېوان دی او د ختمولو هڅې یې کوي.

د شوکت علي په وینا، پولیس غواړي چې د سیمې خلک ورسره ملګري شي چې په سم ډول د ترهګرۍ ضد اقدامات وکړای شي.

د ده په خبره، تر اوسه هېچا پولیسو ته د باج اخیستو رپورټ نه دی ورکړی. د پولیسو مشر وايي، خلک دې ورشي، د باج اخیستو رپورټ دې ورسره دایر کړي چې دوی اقدامات وکړي.

ده زیاته کړه چې له پوځه د امنیتي پوستو پولیسو ته د سپارلو بهیر روان دی او هر ځای چې اړین انتظامات وشي، پوستې پولیسو ته سپارل کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي چې که يې حکومت غوښتنې و نه منلې نو دوی به په نورو سيمو کې هم ورته جلسې وکړي.

غورځنګ په تېرو میاشتو کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه پر غونډو تر حکومتي بندیز وروسته ولسي فعالیتونه کم کړي ول او جلسې یې نه کولې.

دا جلسه پر داسې مهال شوې چې نه يوازې په جنوبي بلکې په شمالي وزيرستان کې هم د هدفي وژنو پېښې زياتې شوې دي او کله نا کله د وسله والو او پوځ ترمنځ نښتې هم کېږي چې پکې د وسله والو ترڅنګ پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتنې ده.

د سېپټېمبر پر ۱۹مه هم په شمالي وزیرستان کې وسله والو پر دوو سرتېرو برید وکړ او هغه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG