د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي‌ وزیرستان کې د دوو قبیلو ترمنځ پر مځکنۍ شخړه جرګه رابلل شوې


په جنوبي وزیرستان کې د ځمکو یو شمېر لانجې دي چې انتظامیه یې د هواري هڅې کوي.
په جنوبي وزیرستان کې د ځمکو یو شمېر لانجې دي چې انتظامیه یې د هواري هڅې کوي.

ډېره اسماعیل خان:- په جنوبي وزیرستان کې د مځکې پر سر د شخړې هواري لپاره پهنهې/سېشنبه جرګه رابلل شوې ده.

د جنوبي وزیرستان ایډشنل مرستیال کمشنر فهیدالله نن مشال راډیو ته وویل چې د دوتاڼیو او کرېخېل وزیرو ترمنځ دا جرګه د سپټمبر پر اتمه په واڼه کې رابلل شوې ده خو د کرې خېل وزیرو مشر ملک سردار علي بیا نن له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی جرګې ته نه ورځي.

ده تور پورې کړ چې حکومت په دې مسله کې بې طرفه نه دی. خو فهید الله وویل چې انتظامیه هڅه کوي چې دا مسله د خبرو اترو له لارې هواره کړل شي.

د یادولو ده چې چې تازه د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته نژدې د دوو قبیلو ترمنځ د مځکې پر سر لانجه کې جګړه شوې ده. ځايي خلکو مشال راډيو ته وويل چې د چینې خوا په سیمه کې دواړو قبيلو پر یوه بل درنې وسلې کارولي دي.

د کرېخېل وزیرو یو مشر ملک سردار علي مشال راډیو ته وویل چې له څلورو ورځو دا شخړه روانه وه او حکومت پرې سترګې پټې کړې وې.

د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شوکت علي وايي، ډزې تر دوو ورځو روانې وې چې اوس یې اوربند کړی دی.

ده وویل، "دوتاڼي د مسلې هواري ته تیار دي خو کرې خېل وزیر خبرو ته نه کښېني او وايي‌ چې موږ له حکومته خپه یو."

پر دې مسله د یادو قبیلو ترمنځ وړاندې هم څو ځله جګړې شوې دي چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG