د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شکتوی پېښې پرضد دهرنه پای ته ورسېده


د جنوبي وزیرستان خلکو د ځايي چارواکو سره تر خبرو وروسته مظاهره او پرلت ختم کړي دي. د سیمې خلکو له هغې وروسته پر مظاهرو لاس پورې کړی و چې په شکتوی کې د سپټمبر پر ۴مه نېټه پر پاکستانيو عسکرو له برید وروسته د ځايي خلکو په وینا په دا بله ورځ پوځ پر ولسي خلکو تشدد کړی وو.

په مظاهره او پرلت کې د شکتوی د مشرانو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غوځنګ پلویانو هم ګډون درلودلو.

د پي ټي اېم عالمزیب مسود نن مشال راډیو ته وویل، چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د پوځ مشران به د راتلونکې دوشنبې په ورځ شک توی ته ځي او د ځايي ولس سره به مخامخ خبرې کوي. هغه وايي، په همدې اساس یې پرلت ختم کړی دی. مشال راډیو د پوځ له غاړې داسې معلومات نه دي ترلاسه کړي.

پوځیان ۱۳ تنه پرېښول

د جنوبي وزیرستان ځینې مشران وايي چې د شکتوی پېښې وروسته په ۱۶ نیول شویو کسانو کې ۱۳ خوشې کړل شوي دي.

د جرګې ګډونوال او د شکتوی سیمې اوسېدونکی سید انور د سېپټېمبر پر اتمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دا کسان پرون د مسید قبیلي مشرانو او پوځي چارواکو ترمنځ د جرګې وروسته خوشې شوي دي.

د شکتوی اوسېدونکي وايي، د روانې میاشتې پر څلورمه نېټه په سیمه کې د پوځ پر یو ګاډې بمي برید وروسته په دا بله ورځ پوځیانو پر ځايي خلکو تشدد کړی او ګڼ کسان یې ونیول.

په یاد بريد کې د یوه لوړ پوړي افسر په ګډون درې پوځيان وژل شوي او څلور نور ژوبل شول.

تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ذمه واري منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی مولانا جمال الدین په شکتوی کې له ځايي خلکو سره د پاکستانیو پوځیانو تشدد غندلی وو او زیاته کړې وه چې د پېښې پلټنو لپاره له سیمې د دوی د ګوند جمعیت علمای اسلام ف د صوبايي اسمبلۍ غړی هم پوځیانو پرېنښود چې له اغېزمنو خلکو سره وویني.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي ویلې وو، ''دی په سیمه کې په وژل شویو پوځیانو افسوس کوي خو له دې سره سره زموږ خلکو راته ټېلېفونونه کړي، ما ته یې حال راکړی چې هورې پوځیانو شپږ کلن اوه کلن ماشومان ډېر سخت وهلي دي، سپین ږیري یې وهلي دي، سترګې یې ورتړلې دي، لاسونه یې ورتړلي دي او په یوه سکول کښې یې سره جمع کړي دي او داسې رپورټونه یې هم راکړي دي چې د چادر او چاردېوارۍ هېڅ خیال یې نه دی ساتلی."

دی وايي، دا خبرې ځکه ریښتیا دي، که نه نو ولې پوځ د دوی د صوبايي اسمبلۍ غړی حافظ حسام الدین شکتوی ته پرېنښود چې هلته په خپلو سترګو حالات وویني.

مولانا جمال الدین زیاته کړه، دوی د خلکو په غم او احتجاج کې برابر شریک دي او د پوځیانو تشدد غندي.

د شکتوی اوسېدونکي وايي، د روانې [سېپټېمبر] میاشتې پر څلورمه نېټه په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه ګاډي د بمي برید وروسته په دا بله ورځ پوځیانو پر ځايي خلکو تشدد کړی او ګڼ کسان یې نیولي دي.

د سیمې یوه ولسي مشر سعید انور مشال راډیو ته وویل، "په شکتوی کې پوځیانو له ځايي خلکو سره سخت وهل ټکول کړي دي'، دی زیاتوي 'د چا یې لاسونه ورمات کړي، د چا یې پښې ورماتې کړې.

" نوموړي زياته کړه، پر ماشومانو، بوډاګانو او پر ښځو د پوځیانو تشدد له کرکې او نفرته ډک ګام دی او نوموړي د دې کړنې له غندلو سره سره دا د لاقانونیت اخری حد وبلله."

سعيد انور وايي، پر خلکو ګرځبندیز (کرفیو) لګول شوی، هېڅوک نه پوهېږي چې خپل خپلوان یې چېرته وړل شوي دي، مړه دي، ژوندي دي، په رزمک کې دې، له پوځیانو سره دي که په سکول کې دي.

سترګو لیدلی حال

د شکتوي شګې کلی يوه اوسېدونکي، عبدالمطلب د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل، "پوځیانو ډېره بده رویه ورسره کړې، کله چې پر پوځ برید وشو نو سبا ته راغلل او څوک چې یې په خپل کور کښې ګېر کړل، هغه یې ډېر خراب ووهل، یو سړک جوړېدو، په هغه کې سل مزدوران ول، هغه یې غونډ ونیول، ویې وهل، دغسې خلک یې هم ډېر نیولی دی، د چا لاسونه یې ورمات کړي دي، پښې یې ورماتې کړې دي، په لار کې، په کور کښې چې به یې سړی ولیدلو نو هغه به یې ونیولو. کورونو ته له لوړو سره راغلي ول، تر ۴۰ به ډېر ول، هر سړی به یې نیولی او وهلی به یې. په کلي کې یو سکول جوړ دی، هغه ته یې بیول او هلته یې بندول."

سرکاري دریځ

په شکتوی کې د راپورونو له مخې له ځايي خلکو سره د پوځیانو پر کړي تشدد مشال راډیو د جنوبي وزیرستان له ډیپټي کمېشنر خالد اقبال څخه سرکاري دریځ واخیست نو د نوموړي وینا وه چې دوی ته داسې هېڅ نه دي رپورټ شوي، یوازې پر سوشل میډیا خبرونه چلېږي. دی وايي، پرون ورسره خلکو لیدلي ول نن به هم دوی خپلو کې مشوره سره کوي، له دوی سره ویني او وروسته به د دوی خبره پوځ ته رسوي.

تر دې وړاندې د ګل په ورځ هم د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شوکت علي مشال راډيو ته ومنله چې په سیمه کې پوځ او پولیس په ګډه عملیات کوي خو د شکتوی دپېښې په تړاو لا تر اوسه هېڅوک دوی ته د رپورټ کښلو لپاره نه دي ورغلي.

نوموړي زیاته کړه دلته یو عجیبه غوندې کلچر دی چې له یوچا سره زیاتی وشي نو هغه د تاڼې پرځای درنې ته ځي او ترڅو چې د تشدد او ګرفتارۍ خبره ده نو تراوسه موږ ته هېڅوک نه دی ر اغلی چې زما دا کس ګرفتار دی یا تشدد پر شوی دی.

د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې پر ولسي وګړو د پاکستاني پوځ د مبيينه تشدد خلاف د سېپټېمبر پر اوومه پښتون ژغورنې غورځنګ په رزمک او ټانک کې مظاهرې وکړې. د غورځنګ يوه ځايي مشر عالمزیب مسيد په همدغه ورځ مشال راډيو ته وويل چې پر ولسي وګړو تشدد د منلو وړ نه دی نو ځکه احتجاج کوي.

XS
SM
MD
LG