د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک احتجاج: د شکتوی وګړي وايي پوځیانو تشدد ورباندې کړی


د جنوبي وزیرستان لدها سیمه کې پاکستاني پوځیان د عملیاتو مهال. ۲۰۰۹ز کال
د جنوبي وزیرستان لدها سیمه کې پاکستاني پوځیان د عملیاتو مهال. ۲۰۰۹ز کال

د جنوبي وزیرستان شکتوی کې ولس شکایت کړی چې د سپټمبر پر ۴مه نېټه پر یوه پوځي ګادي له بمي بریده پس امنیتي ځواکونو دوی پر لسګونو وګړو تشدد کړی دی

د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې پر ولسي وګړو د پاکستاني پوځ د مبيينه تشدد خلاف نن ځايي خلک او پښتون ژغورنې غورځنګ په رزمک او ټانک کې لاریونونه کړي. د دې غورځنګ يوه ځايي مشر عالمزیب مسيد نن مشال راډيو ته وويل چې پر ولسي وګړو تشدد د منلو وړ نه دی نو ځکه احتجاج کوي. د شکتوی اوسېدونکي وايي، د روانې میاشتې پر ۴مه نېټه یې په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه ګاډي د بمي برید وروسته په دابله ورځ پوځیانو پر ځايي خلکو تشدد کړی او ګڼ کسان یې نیولي دي.

شکتوی پوځي تشدد

د شکتوي شګې کلی يوه اوسېدونکي، عبدالمطلب نن مشال راډيو ته وويل امنيتي ځواکونه دې عام وګړي نه بلکې وسله وال ونيسي. دی وايي، پوځیانو ډېره بده رویه ورسره کړې، کله چې پر پوځ برید وشو نو سبا ته راغلل او څوک چې یې ګېر کړي وي په خپل کور کښې هغه یې ډېر خراب ووهل، سړک جوړېدو، په هغه کې سل مزدوران ول، هغه یې غونډ ونیول، ویې وهل، دغسې خلک یې هم ډېر نیولی دی، د چا لاسونه یې ورمات کړي دي، پښې یې ورماتې کړې دي، په لار کې، په کور کښې چې به یې سړی ولیدلو نو هغه به یې ونیولو. کورونو ته له لوړو سره راغلي ول، تر څلوېښت به ډېر ول، هر سړی به یې نیولی او وهلی به یې. په کلي کې یو سکول جوړ دی، هغه ته یې بیول او هلته یې بندول.

پښتون ژغورنې غورځنګ دهرنه او احتجاج

د شکتوی پېښې پرضد پي ټي اېم په ټانک کې د ډیپټي کمېشنر رفتر مخې ته احتجاج وکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ عالمزېب مسید وايي، د شکتوی پېښې وروسته د غورځنګ یوه ډله هلته ولاړه، له ځايي خلکو او مشرانو سره جرګه شول او دا پرېکړه یې وکړه چې ټول ولس به رزمک ته د احتجاج لپاره درومي. هلته به په رزمک کې د پوڅي کېمپ مخې ته دهرنه ورکوي چې کوم وګړي یې وړي دي د هغوی د راخلاصولو لپاره به احتجاج کېږي. دی زیاتوي دلته په ټانک کې یې د مشر په هدایت یو زوردار احتجاج ریکارډ کړ.

په سوېلي وزیرستان کې مدني فعال حیات پرېغال له مشال راديو سره په خبرو کې وویل چې د دوی ولس د پوځ او طالبانو ترمنځ راګیر دي، او ویې ول چې پوځ دې چې پر ولس دې تشدد نه کوي. نوموړي وویل دا د تشدد یوه لړۍ ده چې زموږ پر ولس بیا بیا تکرارېږي. او پکار ده چې دا لړۍ ودرول شي.

د سرکار دریځ

د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شوکت علي نن مشال راډيو ته ومنله چې په سیمه کې پوځ او پولیس په ګډه عملیات کوي خو د شکتوی د پېښې په تړاو لا تراوسه هېڅوک دوی ته د رپورټ کښلو لپاره نه دي ورغلي. نوموړي زیاته کړه دلته یو عجیبه غوندې کلچر دی چې له یو چا سره زیاتی وشي نو هغه د تاڼې پرځای درنې ته ځي او ترڅو چې د تشدد او ګرفتارۍ خبره ده نو تراوسه موږ ته هېڅوک نه دی ر اغلی چې زما دا کس ګرفتار دی یا تشدد پر شوی دی. که یوچا ته څه مسله وي نو زه خو دا دی ناست یم په دفتر کې، را دې شي ، چې د دوی دا دا کس ګرفتار دی نو زه به یې تپوس وکړم. که پولیس نیولی دی، که پوځ نیولی دی، دا پاک سړی دی، دا یې ناجایزه نیولی دی؟ نو زه به ولاړ شم، متعلقه ادارو کې به یې تپوس وکړم او جواب به راوړم.

یاده دې وي چې د سپتمبر په څلورمه په شکتوی کې پر پاکستاني پوځ شوي بريد کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون درې پوځيان وژل شوي او څلور نور ژوبل ول. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد زمه واري منلې ده.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG