د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپا کووېډ-۱۹: د ښوونځیو په پرانستو میندې پلرونه اندېښمن


په روس کې ۱۷ میلیونه زده کوونکي بېرته ټولګیو ته ستانه شوې دي، خو دوی ماسکونه نه کاروي.
په روس کې ۱۷ میلیونه زده کوونکي بېرته ټولګیو ته ستانه شوې دي، خو دوی ماسکونه نه کاروي.

په برتانیا، فرانس، بلجیم او روس کې د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه په میلیونه ماشومان ښوونځيو ته ځي او دا د دې سربېره چې په اروپا کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی.

ډېری ښوونکي او کورنۍ اندېښنه لرې چې د ښوونځیو له بیا پرانیستو سره به د کوېډ-۱۹ ناروغۍ پېښې زیاتې شي، خو حکومتونه غواړي چې ژوند بېرته عادي شي او ځپل شوی اقتصاد بېرته په پښو ودرېږي.

حکومتونه په ورته وخت کې ټینګار کوي چې ماشومان بېرته ښوونځيو ته ولاړ شي ځکه چې له زده کړو به نور د اوږدې مودې په مخه نه پاتېږي او استدلال کوي چې لږ عمره کسان د کوېډ-۱۹ ناروغۍ له ډېر خطر سره نه وي مخامخ.

په فرانسه کې له ۱۱تر ۱۸کلونو پورې زده کوونکي باید د ټولګیو دننه او بهر ماسک وکاروي او دغه راز پر لویو غونډو هم ځینې بندیزونه لګېدلي دي.

په روس کې هم ۱۷ میلیونه زده کوونکي بېرته ټولګیو ته ستانه شوي دي، خو دوی ماسکونه نه کاروي.

په روس کې د مارچ په میاشت کې د زده کړو پرمهال له یوه بله د نېږدې دوه متره واټن مراعتول شرط شول او بیا وروسته د اوړي د درېیو میاشتو په مخه زده کوونکي رخصت شول.

د روسیې پوهنې وزارت په وینا، د احتیاطي هڅو په لړ کې به سهار د ماشومانو تبه کتل کېږي او د ټولګو بدلېدو رابدلېدو مخه یې نیول شوې ده.

په برتانیا کې وروسته تر شپږو میاشتو ښوونځي پرانیستل شول او ماشومان باید له یوه بله روغتیایي واټن مراعات کړي.

د برتانیا حکومت په پيل کې ویلي ول چې ماسک ته اړتیا نه شته خو وروسته یې دا پرېکړه بدله کړه او په هغو ځایونو کې چې بندیزونه لګېدلي دي په ښوونځیو کې ماسکونه شرط دي.

په ورته وخت کې یو میلیون محصلین په برتانیا کې بېرته پوهنتونو ته تګ ته چمتو شوي دي چې په څو اونیو کې به ورځي، خو استادان حکومت هڅوي چې پوهنتونونه دې ژر نه پرانېزي.

په روس کې نېږدې یو میلیون، په برتانیا کې څه باندې درې لکه ۳۵ زره او په فرانس کې څه باندې دوه لکه ۸۰ زره کسان تر اوسه په کورونا وایرس اخته شوې دي.

په نړۍ کې شاوخوا ۴۶۰ میلیونه ماشومان د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د ښوونځیو د بندېدو له کبله له انلاین زده‌کړو پاتې شوي دي.

نړۍ کې۴۶۰ میلیونه ماشومان له انلاین زده‌ کړو پاته شوي

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یونېسف ویلي چې د کورونا وایرس د خپرېدو په اوج کې بندیزونو په نړۍ کې پر کابو یو نیم میلیارد کم عمره زده‌کوونکو اغېز کړی دی.

یونېسف د اګست پر ۲۷مه همداراز ویلي وو چې دا معلومات ‌یې له ۱۰۰ هېوادونو څخه راټول کړي دي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د ماشومانو زده‌کړې په برخه کې په هېوادونو کې د کمسارې ناانډولۍ یادونه هم شوې او راغلي چې په افریقا کې تر بل هر ځای زده‌کوونکي ډېر اغېزمن شوې دي.

دا په داسې حال کې ده د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتیريش د هېوادونو پر مشرانو غږ کړی چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي د پالیسي عملي کولو پر وخت بايد انتهايي‌ کوښښ وشي چې تعليم ونه درېږي.

کورونا وایرس تعليمي بحران جوړولی شي
ګوتېریش


نوموړي د اګست پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌ چې که زده کړې همداسې ګډې وډې روانې وې نو دا به اوسنی ځوان نسل له تېر او راتلونکي نسل څخه شاته پرېږدي او ‌په دې توګه به د نسلونو ترمنځ فاصله رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د تعليم، ساینس او کلتور ادارې (يونيسکو) دې مسلې ته د پام اړولو لپاره د جولای له ۲۳مې څخه ويډيويي کېمپېن پيل کړی دی.

د دوی ترمخه د روان ۲۰۲۰ز کال تر اپرېل مياشتې پورې په نړۍ کې ۱،۵ اربه چې د نړۍ ۹۱ فیصده زده کوونکي کېږي، له زده کړو پاتې شول نو ځکه د دې مسلې د حل لپاره هېوادونو پر انټرنېټ زده کړو ته مخه کړه خو دا ستونزه حل نه شوه.

په يو ويډيويي پېغام کې راغلي، "دغه وخت دا ژوره مسله لا نوره ښه واضحه شوه چې موږ وليدل چې په نړۍ کې ۸۲۶ ميليونو يعني د نړۍ له نيمايي زده کوونکو سره کمپيوټر نه شته. ۷۰۶ ميليونه زده کوونکي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري."

په پاکستان کې انلاین زده کړې

د انلاين زده کړو ستونزه په پاکستان کې هغه وخت راښکاره شوه چې حکومت د مارچ په مياشت کې ښوونځي وتړل او د دې کمي پوره کولو لپاره یې پر ټېلېويژن او انټرنېت د تعليم بهیر جاري ساتلو اعلان وکړ.

د خېبر پښتونخوا له شبقدر سره اړه لرونکی د اسلام اباد دفاعي پوهنتون يو زده کوونکی نجیب الله د ايم فيل په اخري مرحله کې دی خو د انټرنېټ نه شتون یې د زده کړو بشپړولو ته خنډ جوړ شوی.

د جمرود ځیني ځوانان زده کړو لپاره د غره څوکې ته خېژي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

نوموړي د اګست پر څلورمه مشال راډيو ته وويلو "زه تيزیس (څېړنېز مواد) ليکم. ډېر کار مې له انټرنېټ سره دی. ریسرچ او تحقیق کوم خو کار مې په ډېډ لاين (ټاکلې موده) ځکه نه پوره کېږي چې انټرنېټ نه شته. بجلي هم نه وي. لېپ ټاپ چې چارج کوم، ته يقين وکړه دوه ورځې اخلي."

په پاکستان او نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې اوس د نړۍ ګڼو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د دې وايرس په اړه شمېرې خپروونکي د پاکستاني حکومت وېبپاڼې ليکلي چې د سېپتېمبر تر لومړۍ نېټې په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۹۶،۱۴۹ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه تر دې دمه ټولټال ۶،۲۹۸ کسان مړه شوي خو څه باندې ۲۸۰،۹۷۰ کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

حکومت اعلان کړی چې که د کورونا وایرس زور کم شو نو د سېپټېمبر پر ۱۵مه به ښونځي پرانیزي.

اوسمهال د ښونځیو بندېدو او ښه انټرنېټ نه شتون له وجې حکومت په زياتره ځايونو کې زده کوونکي بې له امتحانه کامباب کړل.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، يونیسيف د ۲۰۱۹ز کال د راپور ترمخه په پاکستان کې ۲۲،۸ ميليونه ماشومان له ښوونځيوو بهر دي.

دا د هغو ماشومانو چې عمرونه یې د تعليم دي، ۴۴ فیصده کېږي. د پاکستان تحريک انصاف حکومت د دې ماشومانو د شمېرې کمولو لپاره کميونيټي سکولونه جوړ کړي دي خو د کورونا وایرس له وجې نه یوازې دا بلکې نور عام سکولونه هم بند دي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۸۳۷،۵۵۹ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د سېپټېمبر تر لومړۍ نېټې پورې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۵میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۶ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG