د لاسرسي ځای

تازه خبر

که حالات سم وو د سپټمبر له ۱۵مې سکولونه خلاصوو: شفقت محمود


د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)

اسلام اباد – د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود ویلي دي چې که حالات سم وو نو د راتلونکې سپټمبر میاشتې له منځ نه به په ټول ملک کې د سکولونو او نورو تعلیمي ادارو خلاصولو اجازت ورکوي.

شفقت محمود د اګست پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې دوي د کورونا پرمهال د تعلیم لړ کې ځینې غټې فېصلې کړې دي چې پکې يې د نهم، لسم، یوولسم او دولسم څلوېښت لکه ماشومان بې له امتحانه پاس کړي او داسې يې د سکولونو په بندولو سره ماشومان له کورونا وبا څخه ژغورلي دي.

نوموړي وویل چې اوس په پاکستان کې د کورونا ناروغان مخ پر کمېدو دي او که دا حالات هم داسې روان پاتې شو نو د ستمبر له ۱۵مې به د سکولونو خلاصولو اجازت ورکوي.

خو د شفقت محمود په وینا ، د سکولونو تر خلاصولو وړاندې به یو ځل بیا له ټولو صوبو سره د حالاتو د کتنې لپاره پر اووم ستمبر غونډه کېږي.

ده وویل، "لومړی موږ ۳۱مه نېټه ورکړې وه بیا مو له دې وروسته د شپږو اوونیو لپاره سکولونه وتړل او اوس مو د ستمبر ۱۵مه اخیري نېټه ورکړې ده او دا ټولې فېصلې مو په متفقه توګه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا حکومت ویلي وو چې چا د حکومت له اجازې پرته سکولونه خلاص کړل نو پرضد به يې کاروايي کوي.

د ټول پاکستان د سکولونو د اتحاديې مشر ډاکټر ذاکر شاه مشال راډيو سره خبرو کې وویل چې د حکومت فېصلې نه مني.

د ده په وینا ، دوی ځینې سکولونه خلاص کړي او ځینې به اوس یو څو ورځو کې خلاصوي.

نوموړي زیاته کړه، "که حکومت مني او که نه مني خو موږ پر دې مجبوره یو چې که جیل ته ځو لاړ دې شو او احتجاج به هم کوو او د راروانې میاشتې په لومړۍ نېټه به موږ په پېښور کې غټه دهرنا ورکوو چې پکې به ماشومان او استاذان او د سکولونو مالکان ګډون کوي او ټول پېښور به تړو."

ډاکټر ذاکر شاه وویل، "موږ فېصله کړې چې د لوږې د لاسه مرو نو پر سړکونو دې مړه شو او که تاسو وګورئ نو د شخصي سکولونو نوي فیصده ودانۍ د کرایې دي، داسې د استاذانو تنخاګانې دي او د سکولونو د بندیز لوجې استاذان په لوږو تېرولو مجبوره شوي."

په پاکستان کې د کورونا وایرس تر خپرېدو وروسته د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر ۱۳مه په ټول ملک کې شخصي او سرکاري سکولونه او نورې تعلیمي ادارې تړل شوې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG