د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ کې۴۶۰ میلیونه ماشومان له انلاین زده‌کړو پاته شوي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یونېسف وايي، افریقا کې تر بل هر ځای زده‌کوونکي ډېر اغېزمن شوې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یونېسف وايي، افریقا کې تر بل هر ځای زده‌کوونکي ډېر اغېزمن شوې

په نړۍ کې شاوخوا ۴۶۰ میلیونه ماشومان د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د ښوونځیو د بندېدو له کبله له انلاین زده‌کړو پاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یونېسف ویلي چې د کورونا وایرس د خپرېدو په اوج کې بندیزونو په نړۍ کې پر کابو یو نیم میلیارد کم عمره زده‌کوونکو اغېز کړی دی.

یونېسف د اګست پر ۲۷مه همداراز ویلي چې دا معلومات ‌یې له ۱۰۰ هېوادونو څخه راټول کړي دي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د ماشومانو زده‌کړې په برخه کې په هېوادونو کې د کمسارې ناانډولۍ یادونه هم شوې او راغلي چې په افریقا کې تر بل هر ځای زده‌کوونکي ډېر اغېزمن شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتیريش د هېوادونو پر مشرانو غږ کړی چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي د پالیسي عملي کولو پر وخت بايد انتهايي‌ کوښښ وشي چې تعليم ونه درېږي.

سږکال تر اپرېل مياشتې د نړۍ یوه نيم ۱،۵ ارب ماشومان له زده کړو پاته شوي دي.
يونيسېف

نوموړي د اګست پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌ ول چې که زده کړې همداسې ګډې وډې روانې وې نو دا به اوسنی ځوان نسل له تېر او راتلونکي نسل څخه شاته پرېږدي او ‌په دې توګه به د نسلونو ترمنځ فاصله رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د تعليم، ساینس او کلتور ادارې (يونيسکو) دې مسلې ته د پام اړولو لپاره د جولای له ۲۳مې څخه ويډيويي کېمپېن پيل کړی دی.

د دوی ترمخه د روان ۲۰۲۰ز کال تر اپرېل مياشتې پورې په نړۍ کې ۱،۵ اربه چې د نړۍ ۹۱ فیصده زده کوونکي کېږي، له زده کړو پاتې شول نو ځکه د دې مسلې د حل لپاره هېوادونو پر انټرنېټ زده کړو ته مخه کړه خو دا ستونزه حل نه شوه.

په يو ويډيويي پېغام کې راغلي، "دغه وخت دا ژوره مسله لا نوره ښه واضحه شوه چې موږ وليدل چې په نړۍ کې ۸۲۶ ميليونو يعني د نړۍ له نيمايي زده کوونکو سره کمپيوټر نه شته. ۷۰۶ ميليونه زده کوونکي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري."

په پاکستان کې انلاین زده کړې

د انلاين زده کړو ستونزه په پاکستان کې هغه وخت راښکاره شوه چې حکومت د مارچ په مياشت کې ښوونځي وتړل او د دې کمي پوره کولو لپاره یې پر ټېليويژن او انټرنېت د تعليم بهیر جاري ساتلو اعلان وکړ.

د جمرود ځیني ځوانان زده کړو لپاره د غره څوکې ته خېژي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

په پاکستان او نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

د دې وايرس په اړه شمېرې خپروونکي د پاکستاني حکومت وېبپاڼې ليکلي چې د اګست تر ۲۷مې په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۹۴،۶۳۸ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه تر دې دمه ټولټال ۶،۲۷۴ کسان مړه شوي خو څه باندې ۲۷۹،۵۶۱ کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې که د کورونا وایرس زور کم شو نو د سېپټمبر پر ۱۵مه به سکولونه پرانیزي.

اوسمهال د سکولونو بندېدو او ښه انټرنېټ نه شتون له وجې حکومت په زياتره ځايونو کې زده کوونکي بې له امتحانه کامباب کړل.

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۸۲۶،۱۴۱ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، د اګست تر ۲۷مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۴ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۵ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG