د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا چین ته په هیوسټن کې د قونسلګرۍ تړلو ویلي


په هیوسټن کې د چین قونسلګرۍ وداني (د ۲۰۱۰ز کال انځور)
په هیوسټن کې د چین قونسلګرۍ وداني (د ۲۰۱۰ز کال انځور)

امریکايي حکومت د ټېکسس ایالت په هیوسټن کې د چینايي قونسلګرۍ د تړلو امر کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټېګس د جولای پر ۲۲مه وویل، دا کار د امریکایانو د فکري شتمنیو (انټېلېکچول پراپرټي) او شخصي معلوماتو "ساتنې" په موخه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکي لا ترینګلي کېږي.

تر نوموړې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن د جولای پر ۲۲مه خبریالانو ته وویل، واشنګټن ورته یوه ورځ مخکې ویلي چې په ۷۲ ساعتونو کې خپله قونسلګري وتړي چې په وینا یې دا کار د نړیوال قانون سرغړونه ده.

خو اورټېګس د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو کوپنهېګن ته د سفر پر مهال وویل، د ډېپلوماټیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوېنشن وايي چې دا د هېوادونو "دنده ده" چې د کوربه هېواد "په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي."

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د سوداګرۍ، فکري شتمنیو حقونو، پېنځه جي ټېکنالوژۍ او بشري حقونو په ګډون د یو شمېر موضوعاتو له وجې وار له مخه ترینګلي ول چې روان کال د کورونا وایرس وبا له وجې یې تعلقات نور خراب شول.

اورټېګس وویل، "امریکا به هېڅکله" د "چین له لوري" د خپلې "خپلواکۍ سرغړونې او د خلکو وېرونه بالکل په هغه ډول و نه زغمي لکه د چین د سوداګرۍ نامنصفانه تګلارې، د امریکایانو د دندو غلا کول او نور ناوړه چلندونه یې چې نه دي زغملي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن ورځنۍ خبري غونډې ته وویل چې د واشنګټن اقدام یو طرفه دی.

ده وویل، "په هیوسټن کې په لنډ وخت کې د چینايي قونسلګرۍ تړلو یو طرفه" پرېکړه "په وروستیو کې د چین پر وړاندې" د امریکايي ګامونو برخه ده چې "په بېساري ډول کړکېچ زیاتوي."

نوموړي وویل، که امریکا له خپلې پرېکړې په شا نه شوه، چین به یې په غبرګون کې ورته اقدام وکړي.

په بیجنګ کې له سفارت علاوه، امریکا په چین کې پېنځه قونسلګرۍ لري.

د هیوسټن کرانېکل په نوم ورځپاڼه وايي چې پولیسو د قونسلګرۍ دننه کسانو ته د ودانۍ پرېښودو لپاره د جولای ۲۴مې د مازیګر تر ۴ بجو پورې وخت ورکړی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG