د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو د رفح ښار له ځینې برخو فلسطیني کډوالو ته د وتلو ویلي دي


په رفح کې د فلسطیني کډوالو پنډغالی ـ انځور له ارشیفه.
په رفح کې د فلسطیني کډوالو پنډغالی ـ انځور له ارشیفه.

اسراییلو د مې پر شپږمه د غزې د رفح ښار له ځینې برخو فلسطینیانو ته د وتلو ویلي دي او داسې ښکاري چې رفح ښار کې د حماس وسلوالو د مرکزونو ضد د کارروايي تیاریانې روانې دي.

اسراییل د ډېر وخت راهیسې هلته د حماس پر ضد د کاروايانو ګواښ کوي. امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله اعلان کړې ده.

د غزې جنوبي برخې رفح کې د جنګ له وجې له ۱۰ لکو زیات بې کوره شويو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

د رویټرز خبري اژانس ترمخه اسراییلو په عبرۍ یا عبراني ژبه لیکلو پیغامونو، ټیلیفونونو کولواو د خبري پاڼو په ویشلو د رفح ښار اوسېدونکیو ته خبر ورکړی دی چې د اسراییلي پوځ په وینا د بشري مرستو سیمې ته کډه شي.

یاده سیمه له رفح ښار څخه ۲۰ کیلومیټره لېرې ده او عیني شاهدان وايي چې دغلته د تګ پر مهال فلسطیني کورنۍ د پسرلي باران هم ځپلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG