د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن د چین اغېز پر وړاندې نړیوال اېتلاف جوړول غواړي: پامپېو


پامپېو وايي چین د کورونا وایرس د وبا په اړه شفافیت نه دی ښوولی
پامپېو وايي چین د کورونا وایرس د وبا په اړه شفافیت نه دی ښوولی

اروپايي هیوادونو ته د سفر پر مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو ویلي، واشنګټن د چین د اغېز پر وړاندې نړیوال اېتلاف جوړول غواړي.

پامپېو د جولای پر ۲۱مه له برتانيوي وزیراعظم بورېس جانس سره د خبرو پر مهال ويلي چې چین د کورونا وایرس له بحرانه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په لټه دی.

نوموړي همداراز زیاته کړي چې چین د کورونا وایرس د وبا په اړه شفافیت نه دی ښوولی او د بشري حقونو سرغړونو او انټرنېټي غلاوو ته یې دوام ورکړی دی.

امریکا، برتانیا او ځينو نورو غربي هیوادونو په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت د نوي قانون له نفاذ سره مخالفت څرګند کړی.

خو بیجنګ دا په خپلو کورنیو چارو کې مداخله بولي.

برتانيې په ۱۹۹۷ز کال کې د هانګ کانګ واک بېرته چین ته په دې تمه وسپاره چې د دې ښار اقتصادي او ټولنیزو دودونو درناوی به کوي.

برتانیې ته د چین سفیر لیو شیامینګ پر ټویټر ويلي چې برتانیا د دوه اړخیزو اړیکو د خرابېدو ذمه واره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG