د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور چیف جسټس د پوځي عدالتونو سزاګانې ناقانونه وګرځولي


جسټس وقار احمد سېټ
جسټس وقار احمد سېټ

د پېښور های کورټ چیف جسټس وقار احمد سېټ په مشرۍ کې دوه کسیزه بنچ د نهې په ورځ د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوې دوو سوو کسانو سزاګانې غیر قانوني ګرځولي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په تور شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د مرګ او عمر قید په ګډون بېلا بېلې سزاګانې اورولې دي چې پرضد یې په ۲۰۱۸ز کال کې د هغوی خپلوانو پېښور های کورټ ته اپیلونه یووړل.

د سزا شویو کسانو وکیل ساجد خان اپرېدي د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې د درې سوو زیات کسانو خپلوانو های کورټ ته اپیلونه کړي وو چې پکې شاو خوا د دوو سوو فیصله عدالت وکړه.

دا چې د دغه کسانو راخلاصېدو څه طریقه ده او دا به څومره وخت اخلي نو وکیل ساجد اپرېدی زیاتوي، "چې د پاتې خوا شا دوه نیم سوو کسانو په اړه لا عدالت ځکه پرېکړې نه دې کړي چې د پوځي عدالتونو وکیلانو لا عدالت کې ریکارډ نه دې جمع کړی او چې کله ریکارډ جمع کړل شي نو تمه ده چې دوی به هم خوشې شي."

پېښور: د احسان الله احسان تښتېدو پرضد مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00


بلخوا د پوځ او حکومت استازی سرکاري وکیل عابد حسین انقلابي مشال راډیو ته د غږ نه خپرولو په شرط وویل چې د های کورټ دې پریکړې پرضد به حکومت سپریم کورټ کې اپیل کوي ځکه د دوی په وینا سزا شوو ټولو کسانو ته د خپلې دفاع حق ورکړل شوی وو.

پېښور های کورټ په ۲۰۱۸ز کال کې هم د پوځي عدالتونونه سزا شوې خواشا له ۷۰ زیاتو کسانو سزاګانې کالعدم ګرځولې وې چې وروسته بیا وقافي حکومت د پېښور های کورټ د دغې پریکړې پرضد سپریم کورټ کې اپیل وکړ او سپریم کورټ هغه فیصله درولې وه.


په پاکستان پوځي عدالتونه د ۲۰۱۴ز کال په ډسېمېبر مياشت کې په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د وسله والو تر بريد وروسته جوړ کړل شوي وو.

په هغه بريد کې نېږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زيات تره يې زده کونکي وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG