د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او عراق د نشه يي موادو د قاچاق د مخنيوي په اړه هوکړې کړې دي


عبدالطيف جمال رشيد او اصف علي زرداري په بغداد کې سره وکتل
عبدالطيف جمال رشيد او اصف علي زرداري په بغداد کې سره وکتل

د پاکستان او عراق چارواکو د نشه يي موادو د مخنيوي لپاره د شريکو ګامونو په اخیستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري راکړې ورکړې په زیاتولو غږېدلي دي.

د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نوموړی د دیسمبر له شلمې عراق ته تللی دی. هغه هلته د خپل عراقي سیالي عبدالطيف جمال رشيد او نورو چارواکو سره کتلي دي.

د خبرپاڼې ترمخه، په دې ملاقاتونو کې دواړو خواوو د سختدريځۍ، ترهګرۍ او نشه يي موادو د قاچاق د مخنيوي په اړه د شريک کار هوډ څرګند کړ.

پر دې سربیره، اصف علي زرداري د عبدالقادر جيلاني قبر او ځينو نورو زیارتونو ليدو ته هم ورغی.

XS
SM
MD
LG