د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو ستونزې به په تعلیم ختمېږي: قبله ایاز


د ملګرو ملتونو ښځو څانګه (یو اېن وومن) پر خپله وېب پاڼه ورکړي چې سږ کال یې د ښځو پروړاندې د تشدد خلاف د ۱۶ ورځني مهم موضوع د جنس پر بنیاد د تشدد خلاف په اړه پوهه پیدا کول دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایي پر ښځو تشدد پخوا هم وو خو اوس زیات رپوټېږي. د ښځو حقونو یوې غیر سرکاري ادارې مشر عرفان حسین وایي په ناموسې وژنو کې زیاتره د خپلې کورنۍ غړي ښکېل وي او د څه مودې له تېرېدو پس ککړ تنان د کورنۍ لخوا وبښل شي.

د پېښور های کورټ یوه وکیله روبینا ناز وایي اوس په عدالتونو کې هم د کورنیو شخړو مقدمې زیاتې وي، چې پکې د طلاق مسلې، حق مهر نه ورکول او د خوښې پر واده زیات کېسونه وي.

په خیبر پښتونخوا کې لا هم د کورني تشدد مخنیوي په اړه قانون نه دی منظور شوی. د صوبې د اسمبلۍ یوه غړې شګفته ملک وایي هڅه کوي په دې اړه پرمختګ وشي خو لا هم د دغه بل مسوده تر بیا کتنې لاندې ده.

تاندې-هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:11 0:00


د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایی ښځه د یو چا جاییداد نه دی، باید ټولنه ښځو ته د انسان په سترګه وګوري او د ښځو ژوند، خوښې- ناخوښې ته درناوی ورکړل شي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG