د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم فعال عالمزېب مسيد ضمانت وشو


عالمزېب مسید سوات جلسه، ۲۰۱۸، ۲۹م اپرېل
عالمزېب مسید سوات جلسه، ۲۰۱۸، ۲۹م اپرېل

د پاکستان سپريم کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د نیول شوي فعاله غړي عالمزېب مسيد په ضمانت د خوشېکېدو منظوري ورکړې ده.

د پي ټي اېم مشر مشر منظور پښتين پر خپل ټویټر کښلي چې د عالمزېب مسید ضمانت منل شوی دی.

د پي ټي اېم مشر ويلی، د عالمزېب په ضمانت د خوشي کېدو لپاره اول د کراچۍ عدالت ته خواست شوی وو خو ياد عدالت دغه خواست رد کړی وو او بيا غورځنګ دغه خواست سپريم کورټ ته یووړ او سپريم کورټ يې نن په دوشنبه منظوري ورکړه.

د پي ټي اېم فعال عالمزېب مسيد د روان کال جنورۍ کې په کراچۍ کې هغه وخت پوليسو نيولی وو چې غورځنګ په کراچۍ کې يوه جلسه کړې وه.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم د يادې جلسې پرضد مقدمه درج کړل شوې وه او په دغه مقدمه کې مسيد نيول شوی وو.

منظور پښتين ویلي، د ملک په نورو برخو کې چې چېرته هم د پي ټي اېم ملګري ګرفتار کړل شوي دي غورځنګ به يې د راخلاصولو لپاره هڅې دوامداره ساتي.

څلور ورځې وړاندې په مردان ضلع کې د پي ټي اېم مهم مشر اقبال هوتي په دې تور نيول شوی چې هغه د ریاستي ادارو پرضد په خلکو کې کرکه خوروله.

دا وخت پاکستان په بېلاېبلو جېلونو کې د پي ټي اېم ګڼ مخکښان بندیان دي چې پکې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ، حنيف پښتين، بلال مسيد، ملا بهران، ناظم اڅکزی، قاسم اڅکزی، عارف وزير، جمشيد وزير، امان الله وزير، شفیع کاکا، دوست محمد، زبېر، اسماعيل مسید، قاضي طاهر، عبدالحی وزير شامل دي.

XS
SM
MD
LG