د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرامشا: د اتمانزو مشرانو په منځګړتوب پي ټي اېم خپل پرلت ختم کړ


په شمالي وزیرستان کې د رضاءالله د وژنې پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت: ۲۰۱۹، ۰۱ دیسېمبر
په شمالي وزیرستان کې د رضاءالله د وژنې پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت: ۲۰۱۹، ۰۱ دیسېمبر

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې څه کم دونې اونۍ وړاندې د پاکستان پوځ په حراست کې د مړ شوي یوه ځوان د مرګ خلاف روان پرلت پای ته رسېدلی دی.

د مشال راډيو خبریال وايي چې د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه په همځوڼۍ کې د ماین له یوې چاودنې پس پاکستانیو پوځیانو د سیمې نېږدې لس ځوانان له ځان سره بیولي ول چې پکې یو ځوان رضاالله د احتجاجیانو په وینا د امنیتي ځواکونو په حراست کې له تشدده مړ شوی دی.

له شمالي وزیرستانه د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او سرکار ترمنځ دا جرګه د اتمانزي ولسونو مشر چیف اف وزیرستان ملک نصرالله او نورو مشرانو په مشريد میرامشا په پاکستان مارکېټ کې وشوه چې پکې د پي ټي اېم ټولې غوښتنې په لیکلې بڼه ومنل شوې.

میرکلام وزیر وايي چې د دې جرګې ضامن همدغه مشران دي او که چېرې سرکار او پوځ له خپلو کړیو ژمنو پر شا شو او یا یې یو سرغړونه وکړه نو بیا به مشران د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د سرکار خلاف کلي پر کلي په احتجاج کې شاملېږي.

دی زیاتوي چې د دوی په غوښتنو کې د سر سر هغه دا وه چې د رضاء الله قاتل به مالومېږي او هغه ته سزا ورکول کېږي.

د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوالو او انتظامي چارواکیو ترمنځ پر څلورو نکتو خبرې په کامیابۍ سره پای ته رسېدلي دي.

لومړی: پوځ به په سیمه کې ځايي پولیسو په بدرګه کې ګشت کوي.

دوهم: تر چادونې پس به ځايي وګړي نه شکنجه کېږي، د ځايي مشرانو له سپیناوي او باور وروسته به په شک نیول شوي ځايي کسان پرېښودل کېږي.

درېم: سر له سبا (۶م دیسېمبره) به د تورو شیشو ګاډو خلاف ګام اخېستل کېږي او هېڅوک به نه پرېښودل کېږي چې د خپلو ګاډو شیشې تورې کړي.

څلورم: د رضاءالله د وژنې قضیه به پلټل کېږي او د ځايي ادارې له لارې به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه په ورستي پرمختګ خبره ساتل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG