د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رضا الله د مړینې خلاف میرامشا کې پرلت دوام لري


په میرامشا کې نن پر درېمه ورځ هم پرلت دوام لاره.
په میرامشا کې نن پر درېمه ورځ هم پرلت دوام لاره.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ یوه لوړپوړي چارواکي هلته له پرلتوالو او احتجاجیانو غوښتنه کړې چې د پرلت پرځای دې له دوی سره د سیمې په امنیت ساتلو کې مرسته وکړي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دوی په سیمه کې امنیت پرځای کړی او اوس هلته ولس د شپې مهال هم بې له وېرې او خنډه تګ راتګ کوي. دغه پاکستاني پوځي چارواکي پر داسې مهال له مشال راډيو سره خبرې کړې چې په میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي ولس لخوا د بدامنۍ خلاف مظاهره اواو پرلت نن په درېمه ورځ هم دوام لري.

دا ولسي چیغه له هغه ورسته پورته شوې چې د نومبر په ۲۸مه نېټه په همځوڼي سیمه کې د ماین له چاودنې وروسته پاکستانیو پوځیانو د سیمې ځینې ځوانان ونیول. له هغه پس په نیول شویو کې یو ځوان رضاالله د احتجاجیانو په وینا د امنیتي ځواکونو په حراست کې له تشددهمړ شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ، همځوڼي قبایل او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ د رضا الله د وژل کېدو پړه پر امنیتي ځواکونو اچوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ پر پاکستاني امنیتي ځواکونو تور پورې کړی چې رضا الله یې د حراست پر مهال وژلی دی.

هغه وویل، څو ورځې وړاندې په همزوني سیمه کې د ماین له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو ځیني کسان ونیول چې پکې رضا الله هم وو.

هغه وړاندې وویل: "چې چاودنه وشوه، له هغې وروسته امنیتي ځواکونو پر ولسي کسانو چاپې وهل شروع کړې،۱۰ کسان یې له دغه کلي نه اوچت کړل. له هغې وروسته د کلي خلکو احتجاج شروع کړو. زما په هڅو پنځه کسان هغوی پرېښودل او دا نور ورسره وو. خو نن ( د نومبر ۳۰مه) سهار موږ ته خبر راغی چې هغه کس د پوځ د تشدد په دوران ور مړ شوی دی."

محسن داوړ وايي، دا بلکل بېګنا کسان نیول شوي ول. هغه زیاتوي که چا ګنا کړې هم وي نو پوځ ته دا اختیار نه وي چې هغه به یې د توقیف پر مهال وژني.

که څه هم پاکستاني پوځ د رضاءالله د وژنې په اړه څه نه دي ویلي خو

د واکمن ګوند تحریک انصاف غړی اقبال افریدی وايي، د وژل شوي وزیرستاني ځوان رضاالله د وژنې د نوعیت په اړه لا معلومات نه لري نو ځکه څه نه شي ویلی، خو د هغه په وینا په قبایلي ضلعو کې اوس هم د ترهګرۍ پېښې کېږي او پوځ یې پر ضد کارروايي کوي:

"د دې کیس نوعیت معلومول دي چې دا کس څنګه مړ شو؟ ایا شکنجه شوی که نه؟ په ګولۍ خو نه دی ویشتل شوی؟ نور مرګ خو انسان ته په هر حال او هر ځای کې راتلی شي."

د تېرې نومبر میاشتې پر ۳۰مه نېټه د رضا‌ءالله د جنازې پس لاریون وشو. له هغه پس پرلت پیل کړ، که څه هم پاکستاني پوځي چارواکي پر پرلتوالو له دوی سره د امنیت په ښه کولو کې د همکارۍ ږغ کړی خو په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان وايي چې یوازې د رضاءالله د وژل کېدو معامله نه ده بلکې په سیمه کې تر بشپړ امنیته به خپلو پرلتونو او احتجاجونو ته دوام ورکوي. دوی وايي چې د ستونزو مستقل هواری او ډاډ غواړي.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر جمال داوړ وايي، تر هغو به احتجاج ته دوام ورکوي چې د رضاءالله کورنۍ ته انصاف نه وي ملاو شوی، او په شمالي وزیرستان کې دوی ته مکمله تسلي نه وي ورکول شوې چې داسې پېښې به بیا نه کېږي او له دې سره سره چې په سیمه کې هدفي وژنې روانې دي، یا د تورو شیشو ګاډي ترسترګو کېږي او یا دا چې په شمالي وزیرستان کې د دولت واکداري په ختمېږي نو دا ټولې معاملې چې په مستقله توګه هوارې شوې نه وي، پرلتونه به روان وي.

په شمالي وزیرستان کې پرلتوال او ځايي ولس وايي له تېرو څو ورځو راهیسې په سیمه کې د موبایل فون کرښه او انټرنیټي لړۍ هم شلېدلې ده.

د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان انتظامیې ویلي ول چې له همځوڼي قبایلو سره یې جرګه کامیابه شوې او دواړه خواوې د یوې بلې لویې جرګې په جوړولو رضا شوي دي. خو پخپله همځوڼي قام په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG