د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيو مذهبي لږکيانو ټرمپ ته فرياد وکړ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مذهبي لږکیانو، احمدي فرقې یو پاکستانی وګړی اوري. ۲۰۱۹ز کال ۱۸م جولای
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مذهبي لږکیانو، احمدي فرقې یو پاکستانی وګړی اوري. ۲۰۱۹ز کال ۱۸م جولای

په پاکستان کي د احمدي مذهبي لږکيو استازو له امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات پر مهال ويلي چې له دوی سره په پاکستان کې توپيري چلن کېږي.

په سپينه ماڼۍ کې په شوي ملاقات کې دوی له ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې له پاکستاني وزيراعظم سره د ليدو پر مهال په هغه هېواد کې د لږکيو د وضعيت په اړه ورسره وغږېږي.

د جولای پر ۱۷مه په سپينه ماڼۍ کې د امريکايي ولسمشر په دفتر کې د احمدي مذهبي فرقې يوشمېر استازي د ډونلډ ټرمپ پر مېز راټول ول او هغه ته يې خپل فرياد اوروی. پر دې مهال ۸۱ کلن سپينږيري عبدالشکور وويل چې دوی سوله ييز خلک دي خو بيا هم خوندي نه دي.

''[لاهور کې] زموږ کورونه او دکانونه لوټ شول او په اور وسوځول شول. بيا موږ [د پنجاب صوبې] سرګودا ښار ته کډه شو. ما دکان کې کتابونه خرڅول او په دې تور ما ته د پنځو کلونو د بند او شپږ لکه روپيو جرمانې سزا وارورول شوه. سوا درې کاله مې د پاکستان په زندان کې تېر کړل او بيا خوشي شوم. موږ دلته په امريکا کې ځان ته مسلمان ويلای شو خو په پاکستان کې ځان ته مسلمان نه شو ويلای.''

له عبدالشکور سره پر دې مهال د مذهبي لږکيو يو شمېر نور کسان هم ملګري ول او هغوی له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې په پاکستان کې مذهبي لږکيو ته پر ورپېښو ستونزو دې د دې هېواد له وزيراعظم عمران خان سره خبرې وکړي. تمه ده چې عمران خان به امريکا ته د سفر پر مهال د جولای پر ۲۳مه په واشګنټن ډي سي کې له ټرمپ سره ملاقات وکړي.

په پاکستان کې له احمدي مسلمانانو سره د توپيري چلن کيسې په دا تېرو څو کلونو کې زياتې اورېدل کېږي. د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو هم په وار وار پر پاکستان غږ کړی چې د هغوی حقونو خوندې کړي او د هغوی ژوند ته پېښ خطرونه يې له منځه يوسي. د پاکستان د بشري حقونو کميسيون مشر مهدي حسن وايي چې اوس هم په پاکستان کې مذهبي لږکيو ته خپل حقونه نه ورکول کېږي او احمدي فرقه اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده.

''د احمدي فرقې حالات ډېر د اندېښنې وړ دي او د هغوی شکايتونه پر ځای دي. خو زه فکر نه کوم چې د امريکايي ولسمشر په خوله دې د هغوی وضع ښه شي. د وينا تر حده خو به عمران خان ورته ووايي چې له مذهبي لږکيو سره ډېر ښه چلن کوي او د نورو په شان حقونه يې ورکړي دي، خو دا يواځې پروپاګند دی او ښکلي توري دي چې دوی يې کاروي خو عمل ورباندې نه کېږي.''

په پاکستان کې د مذهبي لږکيو په اړه مې په پاکستان کې د مذهبي چارو او بشري حقونو وزيرانو ته د ورځې په اوږدو کې په وار وار زنګ ووهئ خو هغوی ټليفون ته ځواب ونه وايه. وروسته مې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د سټېنډنګ کمېټۍ له غړو سره هم په دې اړه د تماس نيولو هڅه وکړه خو بريالی نه شوم. خو تر دې وړاندې د پاکستان حکومت ويلي چې مذهبي لږکيو ته حقونه ورکړي دي.

اخوا د احمدې فرقې يو وياند عامر محمود د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د دوی شمېر شاوخوا پنځه لکه دی. د هغه په وينا د دوی زرګونه غړي د ناسمو حالاتو له کبله له هېواده بهر کډه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG