د لاسرسي ځای

تازه خبر

لږکي احمدیان ادعا کوي پنجاب حکومت یې خمکې نیلاموي


د پاکستان پنجاب صوبې د چینوټ په چناب نګر کې احمدي لږکیان ژوند کوي او د ترهګرۍ یو لړ پېښو ښکار شوي هم دي.
د پاکستان پنجاب صوبې د چینوټ په چناب نګر کې احمدي لږکیان ژوند کوي او د ترهګرۍ یو لړ پېښو ښکار شوي هم دي.

د جمات احمدیه ویاند سلیم الدین ادعا کوي چې دوی کاغذونه هم لري او دا ځمکه یې په ۱۹۴۸ م کال کې اخیستې وه خو د دوی د ځمکې پلورلو لړۍ له ۱۹۷۶ م کاله روانه ده.

پاکستان کې د جمات احمدیه ویاند وايي چې د پنجاب صوبې د چنیوټ ضلعې ښار چناب نګر کې د کمې امدنې خلکو لپاره د حکومت لخوا د یو سکیم له لارې یې ځمکې پلورل کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د جمات احمدیه ویاند سلیم الدین وویل چې د دوی ځمکې په اړه د پنجاب هاوسنګ اېنډ ټاون پلاننګ ایجنسې لخوا د نیلام یو اشتهار په مختلفو ورځپاڼو کې خپور کړل شوی وو او په هغه اشتهار کې د حکومت لخوا دا خبر ورکړل شوی دی چې د جمات احمدیه سره تعلق لرونکې خلک د دې سکیم لپاره اهل نه دي.

ده وویل چې دوی کاغذونه هم لري او دا ځمکه یې په ۱۹۴۸ م کال کې اخیستې وه خو د دوی د ځمکې پلورلو لړۍ له ۱۹۷۶ م کاله روانه ده.

،، دا زموږ ځمکه ده او له موږ سره ریکارډ هم موجود دی. دا یو ځنګل وو ، حکومت له چناب سین سره نزدې دا ځمکه د کمې امدنې خلکو لپاره حاصله کړه. په دې نیلامې کې یوه بله خبره هم ده او حکومت یي دا لیکي چې په دې کې احمدیان برخه نشې اخیستلی. دوی وړومبې ظلم دا وکړو چې د احمدیانو ځمکه يې واخیسته او یو سکیم يې ترې جوړ کړو. دویم دا چې زموږ د جمات مخالفین يې هلته کېنول او درېیم دا چې دوی کله د یو ځمکې نیلامي کوي نو په هغه کې احمدیانو ته اجازه نه ورکوي چې پکې برخه واخلي. دوي د پاکستان ولس په توګه زموږ له حقونو هم انکار کوي،،

بلخوا د پنجاب هاوسنګ اېنډ ټاون پلاننګ ایجنسې ډپټي ډاریکټر م سعید له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د دې سکیم نیلامي د جمات احمدیه لخوا په سپریم کورټ کې د یو اپیل له وجې ودرولې ده.

د ده په وینا چې په دې ځمکه کې د جمات احمدیه یو کم دېرش ایکړه ځمکه ده خو چې څنګه د سپریم کورټ حکم راشي دوی به پرې عمل کوي.

XS
SM
MD
LG