د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ټولنه کې د مذهبي زغم لپاره بايد زیات کار وشي'


په پاکستان کې اقلیتونه.
په پاکستان کې اقلیتونه.

پېښور - د ډېسېمبر پر ۲۸مه په پېښور کې د مختلفو مذهبونو د مشرانو ترمنځ د مذهبي زغم او ورورولۍ پر موضوع یوه غونډه وشوه.

د غېر سرکاري تنظیم 'سوله، انصاف او ځوانان' لخوا په دغه غونډه کې د بېلا بېلو مذهبونو او مسلکونو غړو وویل چې په ټولنه کې بايد د مذهبي زغم لپاره زیات کار وشي.

د دغې ادارې یو غړي سلیمان یوسفزي د غونډې د مقصد په اړه مشال راډیو ته وويل دوی هڅه کوي چې داسې چاپېريال رامنځ ته کړي چې په هغه کې د ټولو مسلکونو او مذهبونو خلک له يو بل سره راشه درشه وکړي او خپل فکر او نظر شريک کړي.

نوموړي زياته کړه "دا سمه ده چې توپيرونه به ډېر وي خو داسې لارې هم شته چې پر هغې اتفاق او اتحاد وکړي."

د غونډې ګډونوالو دا هم وویل باید له تعلیمي نصاب څخه د بېلا بېلو مذهبونو او مسلکونو په اړه د کرکې او تنګ نظرۍ ټولې خبرې وایستل شي او پر ځای يې پکې د سولې، ورورولۍ او مذهبي زغم خبرې او مثالونه شامل کړل شي.

په دې اړه بشپړ راپور لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG