د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلیم الدین: په پاکستان کې احمدیان تر نورو لږکیو زیاتې ستونزې لري


پولیس د احمدیانو د یو عبادتځای مخې ته ولاړ دي
پولیس د احمدیانو د یو عبادتځای مخې ته ولاړ دي

دا خبره جماعت احمدیه ګوند د چارشنبې په ورځ په خپل کلني رپوټ کې کړې ده.

کراچۍ: جماعت احمدیه پاکستان وايي د نورو مذهبي لږکیو په پرتله احمدیان له زیات خراب وضعیت سره مخامخ دي .

دا خبره جماعت احمدیه ګوند د چارشنبې په ورځ په خپل کلني رپوټ کې کړې ده.

رپوټ لیکي چې تېر کال په پاکستان کې ۱۱ احمدیان د مذهبي او مسلکي تعصب پر اساس وژل شوي دي.

د یاد ګوند ویاند سلیم الدین د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې تېر کال د دوي د مذهب پر منونکو تر ټولو زیات بریدونه د پنجاب صوبې په بیلا بیلو برخو کې وشول.

سلیم الدین وویل ، احمدیان وژل کیږي، بایکاټ ورسره کیږی ، پر ضد یې کانفرنسونه کیږي ، د چا چې څنګه زړه غواړي د احمدیانو پر ضد هغسې خبره او ګام اخیستلای شي او هم دا لاملونه دي چې له کبله یې ورځ تر بلې پر احمدیانو په بریدونو اوله هغوی سره په ناوړه چلند کې زیاتوالی راځي.

د نوموړي په خبره په ۱۹۸۴ کال کې د احمدیانو پر ضد قانون جوړ شوی وو او له هغه راهسې په پاکستان کې پر احمدیانو ۳۱۷ حملې شوې دي او نژدې ۲۵۰ احمدیان پکې د عقیدوي اختلاقاتو پر اساس وژل شوي دي .

سلیم الدین زیاته کړه چې په دې موده کې د دوي ۲۷ عبادتځایونه ویجاړ شوي ،۳۱ نور یې بند تړل شوي او د ۵۲ نویو جوړیدونکو عبادت ځایونو پر جوړیدو بندیز لګول شوي دی.

د سلیم الدین په وېنا د پنجاب او سیند صوبو په زیاتره مشترکه هدیرو کې د دوي مړو ته د ښخولو اجازه نشته ، همدا راز ۳۹ مړه شوي احمدیان تر ښخولووروسته را اېستل شوي او سپکاوی یې شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې د احمدیانو پر ضد په رسنیو کې چاپېدونکي مواد او په عامو بازارونو کې لګیدلي بینرونه د دوي پر ضد د کرکې په زیاتولو کې مخکښ رول لوبوي.

ده وویل ، په اخبارونو کې د احمدیانو پر ضد خبرونه له تحقیق او تصدیقه پرته چاپېږي چې پکې د اردو اخبارونو ډېر رول زیات دی.

د جماعت احمدیه ویاند زیاته کړه چې د پنجاب په ربوه چناب نګر کې ۹۵ فیصده احمدیان اوسیږي خو بیا هم نه یوازې دوي ته د غونډې یا جلسې کولو اجازه نشته بلکې ددوي د مذهب منونکي په کاروبار کولو، ملازمت کولو او یا ددوي ماشومان په تعلیمي ادارو کې د عقیدوي اختلاف له وجې د مشکلاتو سره مخ دي .

سلیم الدین د پاکستان پر انصاف خوښو طبقو غږ کړی چې پر حکومت زور راوړي ترڅو له ټول پاکستان څخه د مذهبي تعصب د ختمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د هر ډول فرقه واریت او انتهاپسندۍ مخه ونیسي.

بلې خوا د مذهبي لږکیو لپاره د پاکستان په پارلیمان کې د واکمن مسلیم لیګ ن ډلې استازی ډاکټر رمیش کمار هم دا مني چې په پاکستان کې احمدیان او نور مذهبي لږکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

ډاکټر رمیش کمار په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، ټول اقلیتونه که هغوي احمدیان دي، عیسایان، هیندوان او یا نور دي ، هغوی دلته له ستونزو سره مخامخ دي. دوي ته د تحفظ ورکولو په اړه د سترې محکمې احکامات هم صادر شوي دي او د دې د عملي کار هم روان دی، خو دا لږ ورو دی.

ډاکټر رمیش کمار زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې په پاکستان د مذهبي لږکیو د ماشومانو لپاره خپل نصاب جوړ کړي او له موجوده نصابه د کرکې د خورولو اړونده مواد و اېستل شي.

XS
SM
MD
LG