د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې مذهبي ازادۍ ته خطر دی'


د مذهبې ازادۍ په اړه د امریکا د ۲۰۱۶ م کال رپوټ وایي چې په پاکستان کې مذهبي ازادي تر خطرې لاندې ده.

د پاکستان پشمول په دوه سوو ملکونو کې د اقلیتونو مذهبي ازادۍ په اړه دا رپوټ تیره ورځ د امریکا خارجه وزیر ریکس ټلیرسن خپور کړې وو.

په دې رپورټ کې د مذهبي لږکیو د مذهبي ازادۍ ، د هغوي د حقونو، ورسره د زیاتو او په نوکرو کې په اعلا کچ ترقي نه ورکولو ذکر شوې دې.

رپورټ وایې د پاکستان ایین هر وګړي ته د خپلو مذهبي فریضو د ادا کولو حق ورکړې خو دهغې باوجود دوی سره زیاتې روان دې او د برید کوونکو لخوا عیسایان، احمدیان، صوفيان او د شییعه مسلمانانو پشمول هزاره شیعه هم په نښه کړې شوې دي.

د رپورټ په وینا چې اوس هم د احمدیانو ځورونه روانه ده او د جمات احمدیه د مشرانو مالوماتو ترمخه چې کال ۲۰۱۶ کې څوارلس احمدیان د مذهب سره تړلې کیسونو کې قید کړې شوې وو.

رپوټ وایې چې د پاکستان شاه خوا شلو کروړو ابادۍ کې یواځې پنځه فیصده اقلیتونه دي چې پکې جمات احمدیه، هندوان، عیسویان، پارسیان، بهایې، سیک مذهب، بود مذهب، کیلاش قبیلې ، کیهالا او جین مذهب شامل دې.

د رپوټ ترمخه پولیس اوس هم په بې بنیاده توګه د مذهب سپکاوي الزام لګوونکو پرضد کیسونه نه درج کوي او په عدالتونو کې د مذهب د سپکاوي کیسونو دفاع کوونکې، په تور لګوونکې کورنۍ او حمایت کوونکیو پرضد سخت دریځه خلک عدالتونو ته راځي او دړکې ورکوي.

رپورټ د جمات احمدیه مشرانو په حواله کاږي حکومت نورو ته د عبادت ځایونه جوړولو اجازت ورکوي خو اوس هم په سرکاري کچ جمات احمدیه ته د عبادتخانو د جوړولو اجازت نه ورکوي او د دوي د عبادت ځایونه ړنګول کیږي.

رپوټ وایې چې د احمدیانو درې دیرش د عبادت ځایونه یې بند کړې دي.

د رپوټ په وینا چې د مدني ټولنو فعالانو او د څار تنظیمونو د مالوماتو ترمخه د سرکاري سکولونو په نصاب کې د مذهبي اقلیتونو پرضد ناسمه مضمونونه شامل کړې شوې دي.

دې رپوټ کې دا هم راغلې چې د لږکیو مشران وایې چې اعلی تعلیمي ادارو کې یې زده کونکو سره امتیازي سلوک کیږي او نن هم ورته په اعلی سرکاري عهدو او د کرنل نه وچته عهده نه ورکړې کیږي.

رپوټ وایې چې د مذهبي تړاو باوجود بهایې ټولنه اسرایل ته د حکومت د بندیز له وجې نشې تللې.

په رپورټ کې د سیند صوبې د هندوانو جینکو په زوره د مذهب بدلولو ذکر هم شوې دې.

د رپورټ ترمخه چې د امریکا سفیر پشمول اعلی افسرانو او چارواکو د پاکستان مشرولې سره د د مذهب د سپکاوي قانون او دسکولونو د مدرسو نصاب کې اصلاحات راوستو ، مذهبي روادارې او د اقلیتونو د خوندیتوب په اړه ملاقاتونه کړې دي.

دې لړ کې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پخوانۍ مشره او موجوده غړې زهره یوسف وایې که زموږ د کمیشن رپوټونه هم وګورې نو هغې کې هم دا دي چې د مذهبي لږکیو تحفظ پاکستان کې نه شته.

،، زما په خیال کال ۲۰۱۴ کې د پاکستان سپریم کورټ ځیني هدایات حکومت ته کړې وو خو حکومت پرې کاروایې نه ده کړې. په هاغه هدایاتو کې دا ویلې شوې وو چې د اقلیتونو لپاره دې یو موثره کمیشن جوړ کړې شي او د هغې نه علاوه عبادتخانو ته یې تحفظ ورکړې شي او په حقونو یې توجو ورکړې شي نو په دې لا عمل درامد نه دې شوې. د اقلیتونو په اهم موقعو اوس تحفظ ورکړې کیږي خو د ادارو په سطح د څه بدلون په اړه څه کار نه دې شوې،،

کله چې مشال راډیو پدې بابله د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمیټې مشر سره رابطه وکړه نو نوموړي وویل چې لا یې رپوټ لولې نه دې.

مشال راډیو دې لړ کې د حکومت دریځ مالومولو په اړه د بهرنیو چارو او د بشري حقونو وزارت سره د رابطې هڅه هم کړې وه.

هم د روان کال په مارچ میاشته کې د امریکا لخوا د بشري حقونو په اړه خپور شوې رپوټ پاکستان رد کړې وو او ویلي وو چې پاکستان بشري حقونو ته اهمیت ورکوي.

XS
SM
MD
LG