د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: د ضمانت ردېدو پس د پي ټي اېم دوه غړي ګرفتار


حنيف پشتون او نديم عسکر
حنيف پشتون او نديم عسکر

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د دوو غړیو ضمانت رد کړل شوی او په عدالتي ریمانډ تاڼې ته اچول شوي دي.

د پي ټي اېم نيول شویو غړیو وکيل شعیب سدوزی وايي، د ۲۰۱۹م کال په لسمه فېبرورۍ پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د ارمان لوڼي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې وه او بيا د بنو په هووېد تاڼه کې د پي ټي اېم د درېوو غړیو حنيف پشتون، نديم عسکر او وکيل بخت نياز پرضد مقدمه درج شوې وه.

د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو کمېټۍ هم نن سېشنبه په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار دې درج کړل شي.

له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې سدوزي وويل د دغو کسانو تر ګرفتارۍ وړاندې ضمانت شوی وو خو نن سېشنبه حنيف پشتون او نديم عسکر عدالت ته وړاندې شو او اډيشنل سیول جج د دوی ضمانت رد کړ. نوموړی زیاتوي حنيف او نديم بيا عدالت پوليسو ته په جوډيشل ريمانډ وسپارل او د چارشنبې په ورځ به يې بيا عدالت ته وړاندې کوي. هغه وويل بخت نياز چې وکيل دی هغه نن عدالت ته نه و وړاندې شوی.

د سدوزي په وېنا دوی به اوس عدالت ته د دغو کسانو د خوشي کولو لپاره رسمي خواست کوي.

د پي ټي اېم په وینا د غورځنګ مخکښ مشر او استاد ارمان لوڼی په دوهمه فېبرورۍ د بلوچستان په لورالايي کې د پولیس په تشدد وژل شوی وو، خو پولیس دغه تور ردوي.

د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د پاکستان په غټو وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

پي ټي اېم وايي د ارمان د وژنې مقدمه تراوسه نه ده درج کړل شوې او پوليس یې نه درجوي. د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو کمېټۍ هم نن سېشنبه په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار دې درج کړل شي. خو د بلوچستان حکومتي چارواکي بيا وايي د طبي رپوټ (پوسټ مارټم) د بشپړ رپوټ مخې ته راتلو پورې مقدمه نه شي درجولی ځکه چې د دوی په وینا د ارمان لوڼي د وژنې اصل علت به له طبي رپوټه جوتېږي.

XS
SM
MD
LG